د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف بیا د یمن کشتۍ ونیوله
ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د تیلو د شرکت ویاند بیګا وویل د سعودي عربستان ائتلاف له اوربند سره سره د یمن د سونګو یوه کشتۍ ونیوله .
د یمن د تیلو د شرکت ویاند عصام المتوکل وویل د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف د یمن د خلکو پرضد د کلابندۍ د سختولو او د نړیوال اوربند په ښکاره خلاف ورزۍ کولو سره پرون د ډیټونا په نوم د یمن د سونګو یوه کشتۍ ونیوله .
هغه وویل د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا د یمن د نیول شویو کشتیو شمیر اوس دریو ته رسیدلی دی او دغه درې واړه کشتیانې تلاشي شوي او د ملګروملتونو اجازه او لایسنس لري .
عصام المتوکل وویل له اتلسو کشتیو څخه چې ټاکل شوي وې د اوربند د موافقې پراساس یمن ته ورشي یوازې درې کشتیانې تراوسه یمن ته ننوتلي دي .
د یمن د تیلو د شرکت ویاند عصام المتوکل وویل ملګري ملتونه باید په جدیت سره د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په اوربند کښې د خپلو ژمنو د ترسره کولو لپاره تر دباو لاندې ورولي .
دا په داسې حال کښې دي چې په تیرې شنبې ورځ د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو استازي هانس ګرونډبرګ ویلي وو په یمن کښې تر دوو میاشتو پورې اوربند له تیرې شنبې ورځې څخه پیل شوی او ټول ځمکني ، هوايي او سمندري یرغلیز پوځي عملیات به بند شي .