د صهیونیستي رژیم د ځواکونو لوی درستیز:
د تل اویو په سړکونو باندې له تګ راتګه ویره لرو
د صهیونیستي رژیم د ځواکونو لوی درستیز په تل اویو کې د مقاومت د وروستي عملیات په غبرګون کې ویلي: اوس په سړک باندې له تلو هم وېریږو.
د صهیونیستي رژیم د ځواکونو لوی درستیز اویو کوخاوي د دې رژیم د امنیتي ځواکونو په ماتي باندې په اعتراف سره، وویل: د صهیونیستي رژیم امنیتي ځواکونه د حالاتو په کنټرولولو کې پاته راغلي دي، ماته یې خوړلې ده، ځکه چي برید کوونکی تر برید وروسته په اسانۍ سره له سیمي په تېښته بریالی شوی دی.
هغه د فلسطیني ځوانانو شهادت غواړي عملیاتونو د امله د رامینځ ته شوي حالاتو په هکله وویل: په ښارګوټو کې د میشتو صهیونیستانو امنیت زیانمن شوی او دغه حالت به دوام وموندي.
کوخاوي وویل: تر دې مخکې په بس کې له سپرېدلو وېرېدلو خو اوس په سړک باندې له تګ هم ویریږو، د دې احتمال شته چي شهادت غواړي فلسطینیان مو د کور دروازو ته راورسیږي.
د فلسطین مقاومتي ډلو د صهیونیستي رژیم له لوري د جنایاتو د پایلو په هکله په ځلونو هغوی ته خبرداری ورکړي وي، او ویلې وه چي یوازنې لاره چي د اسرائیلو د جنایاتو مخه نیسي وسله وال مقاومت دی.