د عمان هیواد یو پلاوی یمن ته رسیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i115128-د_عمان_هیواد_یو_پلاوی_یمن_ته_رسیدلی_دی
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې حکومت د اوربند د تعقیبولو لپاره پلازمینې صنعا ته د عمان هیواد د یوه(۱) پلاوي د ورتلو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2022 07:23 Asia/Kabul
  • د عمان هیواد یو پلاوی یمن ته رسیدلی دی

المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې حکومت د اوربند د تعقیبولو لپاره پلازمینې صنعا ته د عمان هیواد د یوه(۱) پلاوي د ورتلو خبر ورکړ .

د عمان هیواد پلاوی د یمن د ملي ژغورنې د حکومت له مرکچي پلاوي سره یوځاې پلازمینې صنعا ته رسیدلی دی .

دغه سفر د اوربند د  تعقیبولو او د یمن د لوړې سیاسي شورا له مشر مهدي المشاط سره د خبرو اترو او د یمن د کلابندۍ او د جنګ د بندولو او د اوربند لپاره د عمان هیواد د رول د بشپړولو په هدف سره ترسره شوی دی .

سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو او د  څو نورو عربو او اروپايي هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن پرضد بمباریو ، حملو او له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

سعودي عربستان په یمن کښې تراوسه په سلګونو زره بې ګناه خلک وژلي او  ژوبل کړي او څه د پاسه څلور میلیونه نور یې کډوال کړي هم دي .