امریکا د افغانستان د ترهګرو بریدونو اصلي عامله ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i115164-امریکا_د_افغانستان_د_ترهګرو_بریدونو_اصلي_عامله_ده
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت سیاسي دفتر په افغانستان کښې د ترهګرو بم چاودنو په غندلو سره امریکا د دغو ټروریسټي حملو عامله وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2022 06:15 Asia/Kabul
  • امریکا د افغانستان د ترهګرو بریدونو اصلي عامله ده

المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت سیاسي دفتر په افغانستان کښې د ترهګرو بم چاودنو په غندلو سره امریکا د دغو ټروریسټي حملو عامله وبلله .

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت سیاسي دفتر په یوې خبر پاڼه کښې په افغانستان کښې خونړۍ بم چاودنې چې د داخلي جنګ په لور د افغانستان د کاږلو په هدف سره یې د امریکا د شیطاني دسیسې په چوکاټ کښې په جوماتونو او ښوونځیو کښې ملکي وګړي په نښه کړل وغندلې .

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت سیاسي دفتر په دغه خبره پاڼه کښې د افغانستان په حکومت غږ وکړ په خپل مسوولیت عمل وکړي او د هیواد د ټولو ښاریزو لپاره امنیت تامین کړي او جنایتکارانو ته د خپل عمل سزا  ورکړي .

د افغانستان په پلازمینې کابل او نورو ښارونو کښې په تیرو څو ورځو کښې یوشمیر ترهګرې بم چاودنې او حملې شوي  چې له کبله یې تراوسه په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوي او د ځینو حملو مسوولیت هم داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې پرغاړه اخیستی دی .

امریکا له بریتانیا ، فرانسې ، ترکیې ، اسرائیلو ، اردن  سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو سره یوځاې له داعش وهابي ترهګرې ډلې سره زیاتې مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې کوي او اوس د دغه ډلې په وسیله د افغانستان د حالاتو د خرابولو کوشش کوي .