د سعودي عربستان ائتلاف خپلو خلاف ورزیو ته دوام ورکړی
زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په یمن کښې یوسل څلرویشت(۲۴) ځله د اوربند خلاف ورزیانې وکړې .
دغه راپور وايي چې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جاسوسۍ الوتکو د یمن په مارب ، حجه ، الجوف ، صعده او تعز ولایتونو کښې الوتونه وکړل .
د سعودي عربستان د ځواکونو توپونو د یمن په الحدیده ولایت کښې په یوشمیر سیمو ډزې هم وکړې .
مخکې د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام په ټویټ پیغام کښې د سعودي عربستان ائتلاف په دغه هیواد کښې د اوربند د موافقې د خلاف ورزۍ بشپړه مسوول بللی و .
محمد عبدالسلام په ټویټ پیغام کښې ویلي وو د اوربند لومړنۍ میاشت کابو په ختمیدا ده خو د دغه موافقې په ترټولو مهمو مادو یعني د صنعا د نړیوال هوايي ډګر د بیرته پرانیستل کیدا لپاره هیڅ پرمختګ نه دی شوی .
په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو هیوادونو جنګ غوښتنې تراوسه د سلګونو زره کسانو د وژل کیدا او ژوبلیدا او د څلور (۴) میلیونه خلکو د کډوالیدا سبب شوي دي .