د العاد عملیات او د صیهونیسټ رژیم بیچارتوب
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i115660-د_العاد_عملیات_او_د_صیهونیسټ_رژیم_بیچارتوب
له دې مخکې هم فلسطیني ډلو خبردارې ورکړی وو چی الاقصی جومات د فلسطینانو سره کرښه ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 06, 2022 10:43 Asia/Kabul
  • د العاد عملیات او د صیهونیسټ رژیم بیچارتوب

له دې مخکې هم فلسطیني ډلو خبردارې ورکړی وو چی الاقصی جومات د فلسطینانو سره کرښه ده

تل ابیب ته نږدې د العاد عملیاتو د دې په ترڅ کې چی د خپلواکۍ ورځې لپاره د صیهونیستانو جشن په ویر بدل کړ ، د دغه رژیم لالهندی اوبیچارتوب څرګند کړ .

په وروستیو ۴۵ ورځو کې د فلسطینیانو پینځم شهادت غواړي عملیات د زیارت په ماښام تل ابیب ته نږدې په العاد سیمه کې ترسره شول . په دغو عملیاتوکې لږ تر لږه ۳ صیهونیسټان هلاک او ۶ هم ژوبل شوي دي .

د دغو عملیاتو د ترسره کولو اوزار هم ساړه وسله وه . ځینو سرچینو هم چاقو او ځینو ټوکه د دغو عملیاتو د ترسره کولود اوزار په توګه یاد کړی دی . د دغو عملیاتو عامل یا عاملین هم له ځایه تښتیدلی اواسراییلی عسکر تراوسه د هغو په نیولو کې ندي بریالی شوی .

دغه عملیات په الاقصی جومات کې د صیهونیسټو ښارګی میشتو د زیارت ورځې د سهار جنایت ته د فلسطینیانو سملاسی غبرګون وو . صیهونیسټو ښارګی میشتو د زیارت ورځې په سهار د فلسطین د نیواک د څلوراویایمې کلیزې په پلمه له صیهونیسټی عسکرو په ملاتړ سره په الاقصی جومات حمله وکړه او څو فلسطینان یې ژوبل کړل . صیهونیستی نیواکګرو عسکرو په فلسطینیانو په اوښلن ګازونو او کوتکو سره حمله او هغو په لور یې پلاسټیکی ګولۍ وویشته . د صیهونیسټ رژیم پولیسو په رسمی توګه په الاقصی جومات دښارګی میشتو نیواکګرانو له ډله ایزې حملې سره موافقت وکړ . له دغه جنایته وروسته د حماس او جهاد اسلامی په شمول فلسطینی ډلو په الاقصی جومات د نوموړی حملې د پاییلو په اړه خبردارې ورکړې وو .

له دې مخکې هم فلسطیني ډلو خبردارې ورکړی وو چی الاقصی جومات د فلسطینانو سره کرښه ده . په دې اساس د العاد عملیات په الاقصی جومات کې د فلسطینانو ضد د صیهونیستانو جنایت ته غبرګون وو . په همدې لړ کې د حماس غورځنګ اعلان کړی چی د العاد عملیات په سپیڅلتیاو د نیواکګرانو په تیری د فلسطینی ملت د غوسې یوه برخه ده .

بله موضوع دا ده چی د العاد عملیاتویو ځل بیا د انفرادی عملیاتو په وړاندې د صیهونیست رژیم امنیتی بیچارتوب یو ځل بیا څرګند کړ .له دو میاشتو په کمه موده کې په نیواکی ټاټوبیو کې اتلس کسان په شهادت غواړو عملیاتو کې هلاکی شوي دي . د لبنان د حزب ا... عمومی منشی سید حسن نصرا... د قدس ورځې په ویناو کې انفرادي عملیات د فلسطینی مقاومت په لاره کې یو نوې ځانګړې بدلون وباله او ویې ویل دغو عملیاتو د صیهونیست رژیم کمزورتیا او امنیتی بنیادونو سستی څرګنده کړه  ځکه چی امنیتی عسکرو نه یوازې تراوسه د عملیاتو عامل یا عاملان ندي نیولی بلکې له دې هم ندي خبر چی دا عملیاتو څو کسانو ترسره کړي دي او دغه ډول عملیات د تل ابیب رژیم لپاره یو خطرناک بدلون حسابیږی ځکه چی نه د عملیاتو کوټې ته اړتیا لری او نه ځانګړی امکانات غواړی . ده زیاته کړه انفرادی عملیاتو همداراز په خپل پوځ او حکومت د اسراییلیانو باور داغی کړی دی او دا ټول د دغه ډول عملیاتو اثرات دي .

همدغې موضوع ته په پام سره صیهونیسټو ښارګی میشتو د صیهونیست رژیم د داخلی امنیت په وزیر عومر بارلو د سختې نیوکې په ترڅ کې د هغه د استعفا غوښتنه کړی ده . بارلو هم اعتراف کړی چی امنیتی عسکر تراوسه د دغو عملیاتو په نیولو کې ندي بریالي شوی .

د صیهونیست رزیم لومړی وزیر نفتالی بنت هم دجمعې ورځې په سهار د العاد عملیاتو په اړه له امنیتی سلاوشمورو ختمیدا وروسته د استشهادی عملیاتو عاملان خرابونکي وبلل او ادعا یې وکړه چی هغو به درنده بیه ورکړي .

داسې ښکاری صیهونیست رژیم د فلسطینانو له انفرادی عملیاتوسره د مقابلې لپاره په دولتی ترهه ګرۍ لاس پورې کړی او د فلسطینی چارواکو په تیره بیا یحیی السنوار ترور په خپله ایجنډا کې راولی . په غزې تړانګه کې د حماس مشر السنوارپه وروستیو کې په غزه کې د مقاومت له ډلو غوښتل چی تیارسی ووسي ځکه چی د روزې د مبارکې میاشتې په ختمیدا سره له صیهونیست رژیم سره نښته نه ختمیږی بلکې تازه پیلیږی .

بې شکه د فلسطیني چارواکو ترور به د صیهونیست رژیم امنیتی وضعیت له ماتیدونکی او خرابونکې کړی ځکه چی فلسطینانو ثابته کړی ده د دغه رژیم د جنایتونو د زیاتیدا په وړاندې به له هغو سره د مقابلې لپاره لا جدی هوډ ولری او حتی ترور هم په نیواکی ټاټوبی کې د انفرادی عملیات نشي ختمولې .