ویرونکو بم چاودنو د اوکراین پلازمینه کي یف ولړزوله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i175800-ویرونکو_بم_چاودنو_د_اوکراین_پلازمینه_کي_یف_ولړزوله
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو نن سهار د اوکراین په پلازمینې کي یف کښې د سختو چاودنو د رامینځته کیدا خبر ورکړی.
(last modified 2026-07-30T00:52:31+00:00 )
Jul 30, 2026 05:15 Asia/Kabul
  • ویرونکو بم چاودنو د اوکراین پلازمینه کي یف ولړزوله

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو نن سهار د اوکراین په پلازمینې کي یف کښې د سختو چاودنو د رامینځته کیدا خبر ورکړی.

ځايي شاهدانو د کي یف په بیلابیلو سیمو کښې د دغو چاودنو رامینځته کیدل تائید کړي دي.

له دغو بم چاودنو سره په یووخت راپورونه د اوکراین د پلازمینې کي یف د میټرو په تم ځایونو کښې د خلکو د ګڼې ګوڼې ښودنه کوي او ځینې ښاریزو له احتمالي حملو څخه په امان کښې د پاتې کیدا لپاره خپل ځانونه د میټرو تم ځایونو ته رسولي دي او حتی ځینو کسانو هلته خیمې هم لګولي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي مخکې د روسیې لخوا د یوې پراخې حملې د ترسره کیدا د احتمال په اړه خبرداری ورکړی او د پلازمینې کي یف له ښاریزو یې غوښتي وو د خطر سایرنونو ته توجه وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د امریکا او د اروپايي هیوادونو ګوډاګی او لوبتکه ده او خپل هیواد یې له روسیې سره په جنګ کښې ښکیل کړی او اوکراین یې بیخي تباه کړی دی.

زلنسکي یو نالایق او بې منطقه او ناپوهه ولسمشر ګڼل کیږي.