حمله په مسجدالاقصی کښې او ځواب یې په تل ابیب کښې
فلسطینیانو په تیرو څو اونیو کښې په العاد نومې صهیونیسټي ښارګوټي کښې خپل پنځم عملیات ترسره کړل چې له امله یې درې صهیونیسټان مړه او څلور زخمي شول
د فلسطین د نیواک او د اسرائيلو د شتون د اعلان د کلیزې د جشن لپاره په مسجدالاقصی باندې د تیري په موخه د تندلارو ښارګي میشتو له بلنې وروسته فلسطینیانو په تیرو څو اونیو کښې په العاد نومې صهیونیسټي ښارګوټي کښې خپل پنځم عملیات ترسره کړل چې له امله یې درې صهیونیسټان مړه او څلور زخمي شول.
د نویو عملیاتو ترسره کونکي ۱۹ کلن اسعد یوسف الرفاعي او ۲۰ کلن صبحي عماد ابوشقیر دي چې دواړه د لویدیځې غاړې د جنین اوسیدونکي دي. د العاد په یهودي ښارګي کښې کابو یو نیم لاک حریدیمي یهودیان اوسیږي چې په یهودو کښې یو دیني اقلیت ګڼل کیږي. دغه ښارګی په ۱۹۹۰ کال کښې جوړ شو خو نفوس یې ډیر زر زیات شول.
د العاد عملیات د تیرو عملیاتو په شان په داسې حالاتو کښې ترسره شول چې د صهیونیسټي رژیم پوځي او امنیتي ځواکونه د فلسطین د نیواک او د اسرائیلو د موجودیت د اعلانیدو په مناسبت د جشن د ترسره کولو په وجه په بشپړ تیارسي کښې وو او مخکښنیو دوامدارو عملیاتو ته په پام سره امنیتي خبرداري لا کم شوي نه وو.
دا عملیات په هم هغه حال کښې چې د فلسطینیانو د وحدت او یووالي د زیاتیدو سبب کیږي، بل اړخ ته د صهیونیسټانو ترمینځ کورني اختلافات هم زیاتوي.
د کورواکه تشکلیاتو د مشر محمود عباس پرته نورو ټولو فلسطیني ډلو له دغو عملیاتو ملاتړ کړی دی او د فلسطین خلک هم معمولاً جشن او خوشالۍ ترسره کوي. خو فلسطیني لوري ته لوبه بیخي بدله ده. په صهیونیسټي ټولنې کښې اندیښنه او ویره خوره شوې ده او د بنت او لاپيډ ائتلافي حکومت د ړنګیدو له خطر سره مخامخ شوی دی او د نتانیاهو په مشرۍ سیال سیاسي اړخونه چې له بهر څخه په واکمن ائتلاف کښې موجود دي، د نفتالي بنت حکومت په ناکارنده والي تورنوي او په ښارګي میشتو پورې پیئلي تندلاري غړي لاهم له ائتلافه وتلو ته لمسوي. له هر څه مهم دا چې په پوځي او امنیتي سروسونو باندې بې اعتمادي زیاته شوې ده او د صهیونیسټي رژیم خلاف عملیاتو او هم داشان له مسجدالاقصی په دفاع کښې په کیدونکو غونډو او مظاهرو کښې د ۱۹۴۸ کال د نیواکي ټاټوبي د اوریدونکو فلسطینیانو فعالانه شتون د صهیونیسټانو اندیښنې زیاتې کړې دي ځکه چې د دغه ډله فلسطینیانو شمیر له دوو میلیون تنو اوښتی دی.
د صهیونیسټي رژیم مسئولانو پړه د حماس د یو غړي یحیی السنوار په غاړه وراچولې ده او د هغه د وژلو غوښتنه یې کړې ده چې د قدس د نړیوالې ورځې په دستورو کښې یې د فلسطینیانو له عمیلاتو قدرونه کړې وه خو حقیقت دا دی چې دا عملیات چې په رضاکارانه توګه ترسره کیږي، له دغو څرګندونو مخکښې پیل شوي دي او د العاد عملیات په تیره یوه میاشته کښې دغه ډول پنځم عملیات وو چې په کښې ۱۸ صهیونیسټان وژل شوي او دوه/درې چنده یې زخمي شوي دي.
د فلسطینیانو د زیاتره عملیاتو هدف د اسرائيلو په نامه د ۱۹۴۸ کال نیواکي ځمکې په تیره بیا د دغه رژيم سیاسي پلازمینه تل ابیب کښې شوي دي او ترسره کونکي یې، یا خو د دغو سیمو اوسیدونکي فلسطینیان دي چې اسرائیلي تابعیت لري او یا د لویدیځې غاړې او د کډوالو د کیمپونو اوسیدونکي دي چې ځانونه نیواکي فلسطین ته رسوي.
داسې ښکاري چې دغه عملیات صهیونیسټي رژیم ته دا پيغام ورکوي چې که چیرې دغه رژيم وغواړي په لویدیځې غاړې یا د بیت المقدس به ختیځ کښې د تندلارو صهیونیسټانو په دیره کولو سره خپل پراختیا غواړي او یواړخیز پلانونه پرمخ بوځي او یا لږترلږه د قدس په پلازمینه توب د فلسطیني حکومت د جوړولو لپاره پاتې هیلې او زمینې له مینځه یوسي او د مسجدالاقصی د زماني او مکاني ویش کوشش وکړي نو فلسطینیان به هم د صهیونیسټانو حریم ته ورننوځي او متقابل اقدام به ترسره کړي. په حقیقت کښې په تل ابیب باندې د دغو عملیاتو د تمرکز وجه دا ده چې ښارګي میشتي د صهیونیسټي رژيم له مرکزه لارښوونه او مدیریت کیږي او دغه رژیم نه شي کولې چې په مسجدالاقصی باندې د صهیونیسټانو په بیابیا بریدونو کښې ځان بیګناه وښايي.
په دې بنیاد، ترڅو پورې چې په لویدیځې غاړې او د بیت المقدس په شرق کښې د صیهونیسټي رژيم په پراختیا غواړو سیاستونو او کړنلارې کښې بدلون نه وي راغلی او هم داشان په مسجدالاقصی باندې د ښارګي میشتو او مذهبي تندلارو صهیونیسټانو تیري نه وي بند شوې، تر هغې به د فلسطینیانو دفاعي حملې هم جاري وي.
د دې کړنلارې د غوره کولو څو وجوهات دي. وړومبې دا چې فلسطینیان دې نتیجې ته رسیدلي دي چې په تیرو څو لسیزو کښې د هغوي دفاعي سټراټیجي د نیواک د دوام سبب شوې ده او دویمه دا چې فلسطینیان دې باور ته رسیدلي دي چې اسرائیلو ورته د صلحې د مذاکراتو په بهیر کښې دوکه ورکړې ده او له مذاکراتو څخه یې د خپلو یواړخیزو پلانونو د اجرا کولو په لړ کښې د وخت د ترالاسه کولو په موخه ګټه پورته کړې ده او اوس ځینو عربو هیوادونو ته په ورنزدې کیدو سره غواړي چې د فلسطین له مسئلې تیر شي او د مسئلې د هوارولو پرځاې یې بیخي هیره کړي.
او دریمه دا چې د بدلونونو تجربې ښودلې ده د فلسطینیانو په وړاندې د صهیونیسټانو په چلند کښې یوازې هغه وخت نسبي بدلون راځي چې مقاومتي ډلې وتوانیږي د غزې معادله د تل ابیب په وړاندې برقراره کړي. دغه رژیم نور نو د تیر وخت په شان په غزې باندې د هوايي حملو جرأت نه دی موندلی.
*/*/*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی