سعودي عربستان ۱۲۹ ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i115866-سعودي_عربستان_۱۲۹_ځله_د_اوربند_خلاف_ورزیانې_کړي_دي
د یمن سبا رسمي خبري اژانس وايي خبري سرچینو راپور ورکړی د سعودي عربستان د ائتلاف ځواکونو په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې په یمن کښې یوسل نهویشت (۱۲۹) ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2022 06:34 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان ۱۲۹ ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي

د یمن سبا رسمي خبري اژانس وايي خبري سرچینو راپور ورکړی د سعودي عربستان د ائتلاف ځواکونو په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې په یمن کښې یوسل نهویشت (۱۲۹) ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .

په دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال کښې د یمن په الحدیده ولایت کښې د اوربند د موافقې له لاسلیک کیدا سره سره د سعودي عربستان تیریګرو عسکرو او د هغوې ګوډاګیانو په پرله پسې ډول د دغه موافقې خلاف ورزیو  ته دوام ورکړی دی .

د یمن یوې (۱) پوځي سرچینې وویل د سعودي عربستان د ائتلاف جاسوسۍ الوتکو چې په وسلو سمبال وې نن سهار د یمن په مارب ، حجه ، جوف ، صعده ، تعز ، ضالع او بیضا ولایتونو کښې د اوربند خلاف ورزیانې وکړې .

د سعودي عربستان ځواکونو دغه راز په مارب ، حجه ، تعز ، جوف  ولایتونو کښې د یمن د پوځ او د ولسي کمیټیو په مرکزونو او دغه راز په جیزان سیمې د توپونو ډزې وکړې .

دغه پوځي سرچینې زیاته کړه د تیریګر ائتلاف ګوډاګیانو هم په بیضا او حجه ولایتونو کښې په ځینو سیمو کښې خپلې جنګي سنګرونه پیاوړي کړل .

په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د متحدانو جنګ غوښتنې تراوسه د سلګونو زره خلکو د وژل کیدا او د ژوبلیدا او د څه د پاسه څلور(۴) میلیونه خلکو د کډوالیدا سبب شوي دي .