سعودي عربستان د یمن پرضد خلاف ورزیو ته دوام ورکړی
زمونږ خبریال وايي د یمن سرچینو بیګا د سعودي عربستان د تیریګرو لخوا په یمن کښې د اوربند د خلاف ورزۍ د دوام خبر ورکړ.
المسیره ټیلي ويژن ویلي دي په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف یوسل پینځه ځله د اوربند چې همدا اوس تمدید شوی دی خلاف ورزیانې کړي دي.
په دغو خلاف ورزیانو کښې د یمن په مارب ، تعز، حجه ، الجوف ، صعده او الضالع ولایتونو د پاسه د وسله والو جاسوسۍ او د پیژندنې د الوتکو په پراخ ډول الوتونه شامل دي.
ویل کیږي چې سعودي عربستان د یمن په مارب ، صعده او حجه ولایتونو باندې د درنو توپونو په ډزو کولو اولس ځله د دغه اوربند خلاف ورزیانې کړي دي.
د سعودي عربستان د تیریګرو لخوا د اوربند دغه خلاف ورزیانې په داسې حال کښې دي چې د یمن پارلمان بیګا په یوې بیانیې کښې د ملګروملتونو په امنیت شورا او نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د یمن د ملت د کړاو او درد په هکله په خپلو انساني او اخلاقي مسوولیتونو عمل وکړي.