قدس د فلسطینیانو سره کرښه ده
محمد حماده په یولړ څرګندونو کې ووئيل په الاقصی جومات او قدس دصهیونیسټانو د تیریو په وړاندې د اسلامی مقاومت غورځنګ دریځ واضح دی،قدس،د مقاومت او درستو فلسطینیانو سره کرښه ده .
د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس یوه لوړپوړوی مشر محمد حماده ټيڼګار کړی ، په الاقصی جومات تیري د فلسطینیانو له سرو کرښو د تیریدا په معنا دي او مقاومت دغو غلیمانه اقداماتو ته کلک ځواب ورکوي .
صهیونیسټان خپلو سپيرو موخو ته د رسیدا لپاره هره ورځ د فلسطین په مختلفو سیمو باندې یرغلونه کوي او فلسطینیان په وینو کې لیت پیت کوي او یائې زندانو ته لیږدوي .
محمد حماده په یولړ څرګندونو کې ووئيل په الاقصی جومات او قدس دصهیونیسټانو د تیریو په وړاندې د اسلامی مقاومت غورځنګ دریځ واضح دی،قدس،د مقاومت او درستو فلسطینیانو سره کرښه ده .
هغه زیاته کړې نو واضحه ده چې فلسطینیان به په الاقصی جومات د صهونیسټانو او صهیونیسټي پوځیانو د تیریو په وړاندې چپه خوله پاتې نشي او دغو غلیمانه اقداماتو ته به سخت ځواب ورکړي .حماده دغه راز روښانه کړې ده،هیڅ شک نشته چې د قدس او الاقصی جومات د یهودي کولو لپاره به د صهیونیسټي رژيم دهلوځلو کړئ په نهایت کې له ناکامۍ پرته بل برخلیک ونه لري .
په وروستیو میاشتو کې د فلسطینیانو په ضد د ضهیونیسټي پوځیانو او صهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکو جنایتونه په اوڅاره توګه زیات شوي دي او له امله ئې په لسګونو فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي او دغه راز په سلګونو هم بندیان شوي دي.