د قدس مفتي د مسجدالاقصی د ورانیدو د خطر خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i117826-د_قدس_مفتي_د_مسجدالاقصی_د_ورانیدو_د_خطر_خبرداری_ورکړ
د قدس مفتي او د مسجدالاقصی خطیب په دغه جومات کښې د صهیونیسټانو د کیندنو د خطرونو او د یاد مقدس جومات د خرابیدو په هکله خبرداری ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2022 02:06 Asia/Kabul
  • د قدس مفتي د مسجدالاقصی د ورانیدو د خطر خبرداری ورکړ

د قدس مفتي او د مسجدالاقصی خطیب په دغه جومات کښې د صهیونیسټانو د کیندنو د خطرونو او د یاد مقدس جومات د خرابیدو په هکله خبرداری ورکړ

العهد خبري آژانس خبر ورکړی چې د قدس مفتي او د مسجدالاقصی خطیب د هغو کیندنو د خطرونو په هکله چې د صهیونیسټي رژيم د آثارو اداره او د (العاد) په نامه د ښارګي میشتوالي ټولنه یې د مسجدالاقصی په خواوشا کښې په ډیرې تیزۍ سره ترسره کوي، خبرداری ورکړی دی.

محمد حسین وویل چې دا کیندنې د مسجدالاقصی د ستنو او بنیادونو د سستیدو او د جومات د ورانیدو سبب کیږي.

د قدس مفتي زیاته کړه چې په مسجدالاقصی کښې د صهیونیسټي رژیم کیندنې نه دي بندې شوې او لاهم دوام لري او په دې وروستیو کښې یې لا پراختیا هم موندلې او هم دا کار د دې مقدس جومات او د خواوشا د ودانیو لپاره خطرناک دی او دا کار د نیواکي قدس ښار د پراخې سیمې د یهودي کولو او د تندلارو ښارګي میشتو په نامه یې د مالکیت د ثبتولو په موخه د صهیونیسټي رژيم د هلوځلو په چوکاټ کښې ترسره کیږي.

هغه د نړۍ له پتمنانو وغوښتل چې د دغو کیندنو او د مسجدالاقصی او قدس ښار خلاف د صهیونیسټانو د تجاوزاتو د مخنیوي لپاره ضروري اقدامات ترسره کړي.