د فلسطین ولس به د نیواکګرو دسیسې شنډ کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i118078-د_فلسطین_ولس_به_د_نیواکګرو_دسیسې_شنډ_کړي
د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ (حماس) ویاند وویل چي په فلسطین کې د اسرائیلي رژیم دسیسې به د فلسطین د ولس له لوري شنډ کړای شي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 04, 2022 03:01 Asia/Kabul
  • د فلسطین ولس به د نیواکګرو دسیسې شنډ کړي

د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ (حماس) ویاند وویل چي په فلسطین کې د اسرائیلي رژیم دسیسې به د فلسطین د ولس له لوري شنډ کړای شي.

د قدس ښار چي د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده د اسلامي د درګونې سپېڅلي نه بېلدونکی عبادتځای دی چي د صهیونیستانو له لوري تر دوامداره بریدونو لاندې دی.

د حماس د غورځنګ ویاند فوزی برهوم وویل: د فلسطین ولس صهیونیستي رژیم ته اجازه نه ورکوي چي د الاقصی د جومات د تجزیې طرحه پلي کړي، په دې خاطر به د فلسطین مسلمان ولس د صهیونیستانو د پرلپسې بریدونو په وړاندې مقاومت وکړي.

د هغه په وېنا، صهیونیستي رژیم په الاقصی جومات باندې په پرلپسې بریدونو سره، غواړي چي دغه جومات تجزیه کړي او د دې کار لپاره د لمونځ کوونکو ځپلو ته مخه کړې ده.

د حماس د غورځنګ ویاند همدارنګه د الاقصی له جومات څخه د دفاع او د فلسطینيانو د کورنو د ورانېدو سره د مقابلې لپاره په قدس شریف کې د فلسطینیانو د سرتاسری مقاومت غوښتونکی شو.