د سولې هرډول بهیر دتیریوختمیدا او دکلابندۍ لغوه ته اړتیا لري
مونږ دبندیانو خوشی کول غواړوڅو په دغو مبارکو شپو ورځو کې کورنۍ ورسره یو ځاي شي او ددغې انسان دوستانه دوسیې کې هرډول خنډ جوړونه یو جنایت ګڼو او په کلکه ئې محکوم کوو . .
د یمن دلوړې سیاسی شورا په یوې اعلامیې کې ټينګار شوی دی ، په راتلونکي کې دسولې دهرډول بهیر سم اساس ، دیمن د کلابندۍ ختمیدا او دتیریو دریدا ، دصنعا دهوائي ډګر ، دالحدیده بندر بشپړ پرانیستل کیدا او دتیلو او ګیسو له عائداتو څخه د کارکونکو حقوقو ورکول دي .
المسیره خبری چینل راپور ورکړ ، د یمن لوړې سیاسی شورا په دغې اعلامیې کې ددغو موردونو په اعلانولو سره روښانه کړې ده ، دالحدیده هوائي ډګر اوبندر پرانیستل کیدا او د حقوقو ورکول ،په کلابندۍ اوتیریو کې دژوند کونکو ښاریزو د کړاؤ اومشکلاتو دکمولو لپاره یوه اصلي او مهمه موضوع ده .
په د غې اعلامیې کې د تعز او نورو ولایتونو د لارو په پرانیستو او نورو هغو مسئلو کې دمقابل لوري وخت تیرول،چې یوازې د لارو په پرانیستل کیدا کې چې امنیت ئې تامینیږي ، محکوم شوي او وئیل شوي دي ،دالحوبان د لارې پرانیستل کیدا ، له وسلوالو ډلو ټپلو څخه دتعز ښار خالی کولو ته اړتیا لري چې تالی څټي له دغه کاره ډډه کوي . په دغې اعلامیې کې همداراز وئیل شوي دي ، مونږ دبندیانو خوشی کول غواړوڅو په دغو مبارکو شپو ورځو کې کورنۍ ورسره یو ځاي شي او ددغې انسان دوستانه دوسیې کې هرډول خنډ جوړونه یو جنایت ګڼو او په کلکه ئې محکوم کوو . .