د عربستان له باچا سره د ترکیې د ولسمشر سلامشورې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i118440-د_عربستان_له_باچا_سره_د_ترکیې_د_ولسمشر_سلامشورې
د ترکیې ولسمشر د سعودي له باچا سره د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو چارو په هکله په یوه ټلفني تماس کې سلامشورې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 14, 2022 08:03 Asia/Kabul
  • د عربستان له باچا سره د ترکیې د ولسمشر سلامشورې

د ترکیې ولسمشر د سعودي له باچا سره د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو چارو په هکله په یوه ټلفني تماس کې سلامشورې وکړې.

په اسټانبول کې د سعودي په کنسولګرۍ کې د جمال قاشقجي تر بې رحمانه وژنې وروسته د ترکیې او عربستان اړیکې کړکېچنې شوې وې چي د امله یې د عربستان او ترکیې ترمینځ اقتصادې همکارۍ کمې شوې وي.

د اناټولی له راپور سره سم، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چي رجب طیب اردوغان په یوه تماس کې د سعودي عربستان باچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د پراختیا او د سیمه ایزو چارو په هکله خبرې اترې کړې دي.

څو ورځې مخکې هم اردوغان د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره هم د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د رغولو په هکله خبرې کړې وي.

د دواړو هیوادونو تر مینځ اړیکې له هغه وروسته په رغېدو شوې چي محمد بن سلمان تېره میاشته کې ترکیې ته سفر وکړ.

 تر دې سفر وروسته دواړو هیوادونو په یوه ګډه بیانیه کې د ریاض او انکارا تر مینځ د اړیکو د نوی پړاو د پیلېدو خبر ورکړی و.

ترکیه په وروستیو میاشتو کې له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ شوې ده چي د امله یې د دې هیواد د پیسو ارزښت کم شوی دی، اردوغان له دغه بحران څخه د وتلو په موخه سعودي سره د اړیکو د رغولو په لټه کې ده.