د عربستان غونډه د اسرائیلو د خدمت لپاره وه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i118600-د_عربستان_غونډه_د_اسرائیلو_د_خدمت_لپاره_وه
زمونږ خبریال وايي د یمن د انقلاب د لوړې کمیټۍ مشر او د سیاسي شورا نامتو غړي محمد علي الحوثي د سعودي عربستان د ریاض د غونډې د غندلو په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې دغه غونډه یوازې د صهیونیسټ رژیم د خدمت کولو لپاره ترسره شوي ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2022 11:15 Asia/Kabul
  • د عربستان غونډه د اسرائیلو د خدمت لپاره وه

زمونږ خبریال وايي د یمن د انقلاب د لوړې کمیټۍ مشر او د سیاسي شورا نامتو غړي محمد علي الحوثي د سعودي عربستان د ریاض د غونډې د غندلو په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې دغه غونډه یوازې د صهیونیسټ رژیم د خدمت کولو لپاره ترسره شوي ده.

هغه نن د یمن د صنعا په بني حارث میدان کښې د غدیر اختر د جشن په مراسمو کښې وویل د یمن ملت او نور عرب ملتونه اوس هم ژوندي دي حتی که چیرې ځینې رژیمونه له صهیونیسټ نیواکګر رژیم سره اړیکې عادي هم  کړي.

محمد علي الحوثي وویل د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسلامي پیښو د خدمت لپاره سیمې ته نه و ورغلی بلکې د امریکا د نورو ولسمشرانو په شان سیمې ته ورغی چې د صهیونیسټانو خدمت وکړي او د عربانو او د مسلمانانو په پیسو سره د اسرائیلو د پیاوړتیا لپاره هڅه وکړي.

هغه صهیونیسټ رژیم ته په خطاب کښې وویل تاسو به ماتي وخورئ او د یمن خلک او د عربو ملتونه اوس هم ژوندي دي.

د یمن خارجه وزارت هم وویل سیمې ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن سفر په سیمه کښې د واشنګټن د پروژې په چوکاټ کښې ترسره شو چې هدف یې د صهیونیسټ رژیم د پیروۍ کولو پراساس د سیمه ییز نظم رامینځته کول دي.

د یمن خارجه وزارت ټینګار وکړ د امریکا د پروژې چورلیز د اسلامي امت ترمینځ د ناامنۍ ، د جنګ او د بې ثباتۍ رامینځته کول او د دوښمن په توګه د دغه پروژې د مخالفانو معرفي کول او د صهیونیسټ رژیم ځاې ناستي کول او له دغه رژیم سره د اړیکو د عادي کولو پراخول دي.

د جدې(jeddah) د امنیت او د پراختیا په نوم غونډه پرون د امریکا د ولسمشر او د سعودي عربستان د عراق د اردن ، د مصر د متحده عربي اماراتو ، قطر، بحرین د مشرانو او د کویت د ولیعهد او د عمان د لومړي وزیر د مرستیال په ګډون سره وشوه.