هیڅ لوری دعراق د ملت اراده اوهوډ نشي مصادره کولی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i119700-هیڅ_لوری_دعراق_د_ملت_اراده_اوهوډ_نشي_مصادره_کولی
دعراق غږمله چوکاټ په یوې اعلامیې کې  وئيلی دي،ددغه هیوادد مشکلاتو یوازینۍ حل لاره خبرې اترې او تفاهم دی او هیڅ یو لوری په هیڅ ډول شرائطو سره دعراق دملت اراده اوهوډ  نشي مصادره کولی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2022 10:39 Asia/Kabul
  • هیڅ لوری دعراق د ملت اراده اوهوډ نشي مصادره کولی

دعراق غږمله چوکاټ په یوې اعلامیې کې  وئيلی دي،ددغه هیوادد مشکلاتو یوازینۍ حل لاره خبرې اترې او تفاهم دی او هیڅ یو لوری په هیڅ ډول شرائطو سره دعراق دملت اراده اوهوډ  نشي مصادره کولی.

 د عراق د صدر بهیر ملاتړو تیره اونۍ څو ځله د بغداد شنې سیمې ته په غیر قانوني ورتلو سره  څو ځله د پارلیمان انګڼ ته داخل شول  او هماغه راز ئې په شنې سیمې کې خپلو پرلتیَتو ته دوام ورکړی او ددغه هیواد سیاسی وضعیّت ئې تر ډيره حده  ترینګلی کړی دی.

 المعلومه خبری سایټ  راپور ورکړی،په دغو پیښو پسې،د عراق د شیعیانو غږمله چوکاټ ائيتلاف نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  له هغو درستو عراقي ډلو ټپلو  چې  له حکومت او  ددوي له اورګانونو ئې دفاع کړې ،قدرونه وکړه. دغږمله چوکاټ په اعلامیې کې راغلي دي،مونږدعراق ملت ته ژمن کیږو چې ددوي درستو غوښتنو ته درسیدا لپاره ډيره او دوامداره هڅه کوو او تر څو چې دغه سترې ملی موخې،په اجتماعي عدالت او برابرۍ کې ددغه ولس امیدونو اوهیلو سره غوټه خوړلي وي،هیڅ سرغړونه به ونه کړي. له هرڅه لامهمه دا چې  دغه هیواد  د خپلو درستو بچیانو ترمینځ یوازې د خبروارو او تفاهم له لارې اداره کیږي او هیڅ یو لوری ئې  په هیڅ ډول شرائطو سره  دټولو هوډ مصادره نشي کولی.

دعراق دغږمله چوکاټ ائيتلاف په اعلامیې کې دغه راز راغلي دي،د تاسو له صبر،زغم ،تعهد او فعال شتون څخه  چې مو ثابته کړې ده ، عراق یو متمدن هیواد  او دملی وحدت لرونکی او له ملی ارزښتونو جوړ هیواددی ، ستاینه کوو او دهغو ټولو ادارو ،رسندویو  او کمیټیو چې  د تاسو دمظاهرو ښکلي انځور ښودلو لپاره ئې ملګرتیاکړې ده ، هم تشکر او قدرونه کوو،مونږ به تل په ټولو ډګرونو اوموقعیّتو کې له تاسو سره وو.

Image Caption