مقاومت د صیهونیسټانو هرډول تیري ته دځواب لپاره چمتودې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i119778-مقاومت_د_صیهونیسټانو_هرډول_تیري_ته_دځواب_لپاره_چمتودې
سید حسن نصرا... د ۲۰۰۶ میلادی کال په اوړی کې له صیهونیست رژیم سره د جنګ لپاره د حزب ا... فیصله یوه بشپړه لبنانی فیصله وبلله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 15, 2022 10:11 Asia/Kabul
  • مقاومت د صیهونیسټانو هرډول تیري ته دځواب لپاره چمتودې

سید حسن نصرا... د ۲۰۰۶ میلادی کال په اوړی کې له صیهونیست رژیم سره د جنګ لپاره د حزب ا... فیصله یوه بشپړه لبنانی فیصله وبلله

د المنارچینل له ننی راپور سره سم د لبنان د حزب ا... عمومي منشی سید حسن نصرا... د مقاومت په بریالیتوبونوکې د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک د قدس ځواک د پخواني قوماندان سردار شهید حاج قاسم سلیماني د رول په اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چی مقاومت د لبنان ضد صیهونیسټ رژیم هر ډول تیری ته د ځواب لپاره چمتو دې .

سید حسن نصرا... د ۲۰۰۶ میلادی کال په اوړی کې له صیهونیست رژیم سره د جنګ لپاره د حزب ا... فیصله یوه بشپړه لبنانی فیصله وبلله  چی د حزب ا... د مشرانو په وسیله غوره شوی وه .

د لبنان حزب ا... غورځنګ د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۶ میلادی کلونوکې د صیهونیسټ رژیم پوځ ته دوې نه هیریدونکی ماتې ورکړي دي  چی درسته  نړۍ پرې اعتراف کوی .