د یمن خلک باید تل د دوښمن دسیسې شنډې کړي
المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف او د صنعا ترمینځ ماتیدونکي اوربند ته په اشارې سره د دوښمانانو د دسیسو او د پلانونو په وړاندې د هیواد د خلکو د هوښیارتیا، د پراخ فعالیت او د چمتووالي د ساتلو پرضرورت ټینګار وکړ.
هغه ووویل د موجوده اوربند د شرایطو پراساس ټول باید هوښیار ووسي ځکه چې په یمن کښې تراوسه جنګ پاې ته نه دی رسیدلی.
سعودي عربستان له دوه زره پینځلسم میلادي کال راهسې د صهیونیسټ رژیم په ملاتړ او د امریکا په اجازې او مرستې سره د متحده عربي اماراتو په شمول د څو عربو هیوادونو په چوکاټ کښې د یمن د بې وزله عربي هیواد پرضد پراخ جنګ پیل کړی دی چې اوس هم دوام لري.
سعودي عربستان په یمن کښې سخته ماتي خوړلي ده او اوربند یې منلی دی خو بیا هم هره ورځ په ځلونو ځلونو د اوربند خلاف ورزیانې کوي.
سعودي عربستان د یمن په زرګونو بې ګناه خلک وژلي، ډیرې یې ژوبل کړي او په میلیونونو وګړي یې بې کوره کړي دي او اقتصاد یې ورته تباه کړي دی.