عراق د حسیني اربعین مراسمو ته چمتو شوی
زمونږ خبریال وايي د حضرت امام حسین علیه السلام سپیڅلي حرم د حسیني اربعین د لسګونو میلیونه زیارتوالو د هرکلي لپاره د بین الحرمین او د دغه سپیڅلي حرم د شاوخوا واټونو د چمتوکیدا خبر ورکړ.
د عراق رسنیو پرون وویل د حسیني اربعین ځانګړي مراسم د حضرت امام حسین علیه السلام او د ائمه اطهار علیهم السلام مینه والو او دوستانو په شتون سره له بحر تر نهر پورې شعار سره پیل شول.
د روان کال حسیني اربعین به د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د صفرې د میاشتې له شلمې نیټې سره سمون وخوري او د ایران زیارتوال له کورونا ناروغۍ وروسته د لومړي ځل لپاره د ځمکنیو سرحدونو خلاصیدا ته په پام سره سږکال په دغو مراسمو کښې د ګډون لپاره ډیره ولوله او شوق لري.
له پاکستان او نورو هیوادونو څخه هم ګڼ شمیر زیارتوال عراق ته رسیدلي دي چې په دنیا کښې په ترټولو سترو مراسمو یعني حسیني اربعین دستورو کښې ګډون وکړي.