سعودي عربستان د یمن اوبو په کیمیاوي موادو ککړې کړي دي
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د اوبو او د ژواک چاپیریال وزارت د سعودي عربستان د ائتلاف لخوا په راډیو اکټیو او کیمیاوي موادو باندې د الحدیده ولایت د اوبو د سرچینو د ککړولو خبر ورکړ.
د یمن د اوبو د سرچینو د ادارې مرستیال عبدالکریم السفیاني د ۲۰۱۵ میلادي کال له مارچ میاشتې راهسې د یمن د اوبو او د ژواک چاپیریال په برخو باندې د سعودي عربستان په مشرۍ د سعودي تیریګر ائتلاف په وسیله د تپل شوي کلابندۍ او د تیریو د اغیزونو په هکله وویل دغه ادارې د یمن په لویدیځ کښې په الحدیده ولایت کښې د اوبو په ځینو سرچینو کښې راډیو اکټیو او کیمیاوي مواد کشف کړي دي.
السفیاني په دې خبرې سره چې د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف له دوه زره پینځلسم میلادي کال راهسې تراوسه د ډیمونو ، د خنډونو ، د پمپونو ، د زیرمو او د اوبه خور د کانالونو او د اوبه خور د شبکو په شمول د اوبو څه د پاسه دوه زره نهه سوه پینځه نوي(۲۹۹۵) تاسیسات تخریب کړي دي وویل د نړیوالو موسسو د شمیرنو پراساس د یمن څه د پاسه شل میلیونه خلک د څښاک سالمو اوبو ته هیڅ لاسرسی نلري.
د یمن د اوبو او د ژواک چاپیریال د وزیر مرستیال عبدالسلام الحکیمي هم د دغه هیواد د کلابندۍ او د تیریو له کبله د اوبو او د ژواک چاپیریال برخې ته رسیدلي تاوانونه څه د پاسه څلور سوه دوه دیرش میلیارډه ریاله وبلل.
په یمن کښې د سعودي عربستان د متحده عربي اماراتو، امریکا ، بریتانیا، اردن او اسرائیلو جنګ غوښتنې تراوسه د سلګونو زره خلکو د وژل کیدا او ژوبلیدا او د څه د پاسه څلور میلیونه خلکو د کډوالیدا سبب شوي دي.