د یمن پوځ د وطن ددفاع لپاره په بشپړډول وسلوسنبال اوتیاردی
په پوځي پریډ کې د یمن دسمندري ځواک له خوا د ؛فالق –یو ډوله له مځکې په سمندر ویشتونکی نوی توغندی هم افتتاح شو او دغه راز له مځکې په سمندر ویشتونکی بل المندب دوه ډوله توغندي هم مخ کتنه وشوه.
د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي عبدالمالک بدرالدین الحوثي بیګا دیمن په لویدیځ الحدیده ولایت کې د دغه هیواد وسلوال پوځ دپریډ په مناسبت پخپلې وینا کې ووئیل، دیمن دنیواک لپاره د دښمنانو تمې په ځلوب بدلې شوي دي.
د یمن پوځ پرون د دغه هیواد په لویدیځ الحدیده ولایت کې د یوه ستر پوځي پریډ په ترسره کولو سره ، نوي توغندي هم نندارې ته وړاندې کړل څود سعودي تیریګر ائيتلاف په وسیله ددغه هیواد له بشپړ کلابندۍ سره سره د یمن د پوځ اوولسی کمیټیو دفاعي قدرت نړیوالو ته وړاندې کړي.
ایران پریس خبري آژانس راپور ورکړ عبدالمالک بدرالدین الحوثي ددې خبرې په کولو سره چې دیمن پوځ په ترټولو لوړه سویه تیار او په وسلو سنبال دی،ووئیل،پوځي پریډونه دپوځي توانمنیو دزیاتولو لپاره دجدي فعالیت پر دوام مشتمل یو پیغام دی ا و دیمن پوځ په صادقانه او دایمان په طاقت سره دخپلو توانمنیو د پراختیا په حال کې دی.
د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ رهبر ددې خبرې په کولو سره چې ددغو پریډونو د ترسره کیدا موخه خپل ولس ته ډاډ ورکول او تیریګرو دښمنانو ته پیغام ورکول دي ،روښانه کړه، دیمن پوځ دجنګ په مختلفو ډګرونو کې او دخپلو توانمنیو په پراخولو کې یوې مهمې سطحې ته رسیدلی اودمخه نیونې زیاته اندازه ئې پوره کړې ده.
په دغه پوځي پریډ کې د یمن دسمندري ځواک له خوا د ؛فالق –یو ډوله له مځکې په سمندر ویشتونکی نوی توغندی هم افتتاح شو او دغه راز له مځکې په سمندر ویشتونکی بل المندب دوه ډوله توغندي هم مخ کتنه وشوه.