د عربستان تیریګر ائتلاف د یمن څلور نورې کشتۍ ونیولې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i120476-د_عربستان_تیریګر_ائتلاف_د_یمن_څلور_نورې_کشتۍ_ونیولې
المسیره ټیلي ويژن نن راپور ورکړ د یمن د تیلو شرکت د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا د یمن د څلورو تیل وړونکو کشتیو د نیول کیدا خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 02, 2022 12:31 Asia/Kabul
  • د عربستان تیریګر ائتلاف د یمن څلور نورې کشتۍ ونیولې

المسیره ټیلي ويژن نن راپور ورکړ د یمن د تیلو شرکت د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا د یمن د څلورو تیل وړونکو کشتیو د نیول کیدا خبر ورکړ.

د یمن د تیلو د شرکت ویاند عصام المتوکل وویل د امریکا په مشرۍ د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف  د یمن څلور کشتۍ چې په دوو کښې ډیزل او دوو نورو کښې پیټرول بار وو ونیولې.

هغه وویل د تیلو د هغو کشتیو شمیر چې د سعودي عربستان لخوا تراوسه نیول شوي دي نهو ته ورسید.

بل خبر دا چې د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط د یمن په شاوخوا اوبو کښې په هره سیمه کښې د حملې کولو پر توان ټینګار وکړ.

هغه د «وعده اخرت» د پوځي رسم ګذشت په وخت چې د یمن د الحدیده په پینځمې سیمې کښې وشو په یمن باندې تیري کوونکو هیوادونو ته وویل هغه شی چې د نړیوالو کشتیو د تګ راتګ لپاره خطرناک دی د تاسو څاروي ډول اقدامات او د یمن د خلکو لپاره د درد او کړاو رامینځته کول دي.

دغه راز د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین الحوثي هم پرون د وسله والو ځواکونو د رسم ګذشت په مناسبت وینا کښې په دې خبرې سره چې یمن د جنګ او د چمتووالي په ترټولو لوړ حالت کښې دی وویل پوځي پریډ د پوځي وسونو د زیاتولو لپاره د جدي فعالیت د دوام پیغام لري او د یمن پوځ صادقانه او په ایمان سره د خپلو وسونو د زیاتولو په حال کښې دی.