سعودي عربستان د یمن د تیلو بله کشتۍ هم ونیوله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i120798-سعودي_عربستان_د_یمن_د_تیلو_بله_کشتۍ_هم_ونیوله
سبا خبري اژانس وايي د یمن د تیلو د شرکت ویاند عصام المتوکل د سعودي عربستان او د امریکا د ائتلاف لخوا یمن ته د تیلو د وړونکي دیارلسمې کشتۍ د نیول کیدا خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 09, 2022 05:48 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان د یمن د تیلو بله کشتۍ هم ونیوله

سبا خبري اژانس وايي د یمن د تیلو د شرکت ویاند عصام المتوکل د سعودي عربستان او د امریکا د ائتلاف لخوا یمن ته د تیلو د وړونکي دیارلسمې کشتۍ د نیول کیدا خبر ورکړ.

هغه وویل چې د ملګروملتونو په مشارکت سره د امریکا او د سعودي عربستان په مشرۍ په یمن باندې د تیریګر ائتلاف لخوا د سونګو د کشتیو نیول هماغه راز دوام لري.

المتوکل وویل د «ډیټونا »په نوم د ډیزلو د وړونکي کشتۍ په نیول کیدا سره د سعودي عربستان او د امریکا لخوا د یمن د نیول شویو کسانو شمیر اوس دیارلسو ته رسیدلی دی.

له دې سره سره چې یمن د سونګو او د خوراکي شیانو له سخت کمښت سره مخامخ دی د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف د یمن د میلیونو بیرله تیلو په غلا کولو سربیره دغه هیواد ته د سونګو د وړونکو کشتیو په نیولو سره په یمن کښې د سونکو او د خوراکي شیانو کړکیچ رامینځته کړی دی.

د یمن د ټرانسپورټ وزیر ویلي دي چې ملګري ملتونه د سونګو د کشتیو په نیولو کښې د سعودي عربستان له تیریګر ائتلاف سره شریک دی.