د نړۍ په ډیروهیوادونوکې د حسیني اربعین دستورې ترسره شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i121148-د_نړۍ_په_ډیروهیوادونوکې_د_حسیني_اربعین_دستورې_ترسره_شوې
نن همداراز د ایران په مشهد مقدس کې د حضرت امام رضا علیه السلام په سپیڅلی حرم او د قم حضرت بی بی معصومه سلام علیها دسپیڅلی حرم په شمول د درست ایران په مذهبی ځایونو ، جوماتونو او امام بارګاو کې د حسیني اربعین دستورې په پرتمین ډول ترسره شوې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 17, 2022 10:39 Asia/Kabul
  • د نړۍ په ډیروهیوادونوکې د حسیني اربعین دستورې ترسره شوې

نن همداراز د ایران په مشهد مقدس کې د حضرت امام رضا علیه السلام په سپیڅلی حرم او د قم حضرت بی بی معصومه سلام علیها دسپیڅلی حرم په شمول د درست ایران په مذهبی ځایونو ، جوماتونو او امام بارګاو کې د حسیني اربعین دستورې په پرتمین ډول ترسره شوې .

زمونږ خبریال راپور راکوي د اسلامی ایران ، عراق ، لبنان اوپاکستان په شمول د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د اهل بیتواطهارو میناوالو او لیوالو په میلیونونو کسانو د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین ع او د هغه حضرت د وفادارو یارانو د څلویښتی دستورې په پرتمین ډول ترسره کړې

د عراق د کورنیو چارو وزیر عثمان الغانمی هم نن وویل چی د حسیني اربعین د دستورو امنیتی طرحه بریالی ده  اود عراق او نورو هیوادونو  په میلیونونو کسانو په کربلا کې په سختو امنیتي تابیاو کې د حسیني اربعین دستورې ترسره کړې .

د عراق لومړی وزیر هم د حسیني اربعین د دستورو د امنیت د تامینولو په خاطر د امنیتی اورګانونو او ځواکونو د هلوځلو قدرونه کړی ده .

مصطفی الکاظمي ویلی دی د امام حسین علیه السلام د اربعین په کلیزه کې په وفادارۍ ، صبر او استقامت کې له لوړو انساني ارزښتونو الهام اخلو.

د عراق کربلای معلی ته څه د پاسه شل میلیونه زایرین ورغلي دي چی پینځه میلیونه پکې بهرني زایرین دي .

نن همداراز د ایران په مشهد مقدس کې د حضرت امام رضا علیه السلام په سپیڅلی حرم او د قم حضرت بی بی معصومه سلام علیها دسپیڅلی حرم په شمول د درست ایران  په مذهبی ځایونو ، جوماتونو او امام بارګاو کې د حسیني اربعین دستورې په پرتمین ډول ترسره شوې .

د پاکستان خلکو د هیواد په مختلفو ښآرونو کښې د حسیني اربعین (چهلم) د عزادارۍ مراسم پیل کړي دي

 همداراز د امام حسین علیه السلام د شهادت د څلویښتۍ دستورې له پرون څخه د پاکستان په بیلابیلو ښارونو او سیمو کښې د شهیدانو د سردار او سالار د میلیونونو مینه والو په شتون سره پیل شوې.

د پلازمینې اسلام آباد په شمول د پاکستان په ډیرو ښارونولکه پیښور ،  کراچۍ ، لاهور ، مظفر اباد ، کویټه ، جهنګ ، کواټ ، هنګو ، پاراچنار ، ګلګت بلتستان ، فیصل اباد ، کویټه کښې د عزدارۍ دستې او جلوسونو ووتل او هم داشان د عزادارۍ او ماتمونو دستورې ترسره شوې.