د یمن انقلاب د خپلواکۍ په لور د ملت لاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i121322-د_یمن_انقلاب_د_خپلواکۍ_په_لور_د_ملت_لاره_ده
المیادین خبري چینل راپور ورکړ د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط د هیواد د سپتمبر د میاشتې د یویشتمې نیټې د انقلاب د کلیزې په مناسبت یوې وینا کښې ټینګار وکړ، د یمن د نن ورځې انقلاب د خپلواکۍ په لور د ملت لاره ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 22, 2022 02:05 Asia/Kabul
  • د یمن انقلاب د خپلواکۍ په لور د ملت لاره ده

المیادین خبري چینل راپور ورکړ د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط د هیواد د سپتمبر د میاشتې د یویشتمې نیټې د انقلاب د کلیزې په مناسبت یوې وینا کښې ټینګار وکړ، د یمن د نن ورځې انقلاب د خپلواکۍ په لور د ملت لاره ده.

د یمن پوځ پرون د سپتمبر د میاشتې د یویشتمې نیټې د انقلاب د کلیزې په مناسبت د یو لړ مراسمو په ترسره کولو سره یو ډول نوي لرواټنه بلاسټیک توغندي نندرې ته وړاندې کړل.

د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط د سپتمبر د میاشتې د یویشتمې نیټې د انقلاب د کلیزې په مناسبت وینا کښې وویل د یمن دغه انقلاب یو پرتمینه او مبارک انقلاب دی چې  له ټولنیز او سیاسي نظره زمونږ د خلکو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

المشاط وویل زمونږ ملت حق لري د عربستان له اته کاله تیریو وروسته په خپلو بریالیتوبونو افتخار وکړي او زه په ډاډ سره د یمن ملت ته وایم چې زمونږ انقلاب د یمن د ثبات او د خپلواکۍ لپاره په یوه رغنده او ازادي غواړي انقلاب بدل شوی دی.

هغه وویل مونږ د جنګ او د کلابندۍ د ختمیدا او د هغه شي د اصلاح کیدا غوښتونکي یوو چې دښمانانو خراب کړ او اوس د سولې وخت رارسیدلی دی او پردي هیوادونه باید دروغ ونه وايي.