د اماراتو پوځي کشتۍ د یمن سُقُطری جزیرې ته ورسیده
په پوځي او جاسوسي تجهیزاتو بار یوه اماراتي کشتۍ د یمن سقُطرا نومې ټاپو ته رسیدلې ده
د متحده عرب اماراتو له خوا د تجهیزاتو ډکه کشتۍ په حدیبو ښار کښې د سقطری هوايي ډګر ته نزدې پوځي اډې ته منتقله شوې ده.
په دې وروستی کښې د یمن رسندوي سرچینو په یوې جاسوسي او پوځي اډې باندې د عدن د سټراټیجک خلیج په خوله کښې د یمن د سقطرا جزیرې د دویم ستر ښار د بدلولو لپاهر د اماراتو او صهیونیسټي رژیم د نوي پلان خبر ورکړی و.
ویل کیږي چې امارات او د اسرائیلو رژیم په عرب سمندر کښې په باب المندب باندې د ولکې په موخه د سقطرا جزیرې د نیولو په تکل کښې دي.
سقُطری د یمن ترټولو ستره جزیره ده.
متحده عرب اماراتو له تیرو څو کالو راهیسې په دغې سټراټیجکې جزیرې کښې د ځان لپاره د ځاې پیدا کولو کوششونه کول او اوس یې په کښې خپل ځواکونه دیره کړې دي.