له عربستان سره خبرې د جنګ د بندیدا په هکله دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i122928-له_عربستان_سره_خبرې_د_جنګ_د_بندیدا_په_هکله_دي
اسپوتنیک خبري اژانس وايي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت غړي وویل له سعودي عربستان سره خبرې د جنګ د بندیدا د کلابندۍ د ختمیدا او د یمن د بیارغونې په هکله دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 30, 2022 14:59 Asia/Kabul
  • له عربستان سره خبرې د جنګ د بندیدا په هکله دي

اسپوتنیک خبري اژانس وايي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت غړي وویل له سعودي عربستان سره خبرې د جنګ د بندیدا د کلابندۍ د ختمیدا او د یمن د بیارغونې په هکله دي.

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت لوړرتبه مرکچي عبدالملک العجري نن وویل له سعودي عربستان سره چې د عربي تیریګرۍ ائتلاف مشر دی خبرې اترې د یمن د جنګ د بندیدا، د کلابندۍ د ختمیدا او د بیارغونې په هکله دي.

هغه وویل د یمن د ملي ژغورنې د حکومت خبرې اترې په هیواد کښې له سیاسي حل لارې د یمن د نورو ډلو د څنګ ته کولو په معنا نه دي بلکې زمونږ خبرې اترې یوازې په یمن کښې د جنګ د بندیدا په شمول د اساسي موضوعګانو په هکله دي.

د یمن دغه لوړرتبه مرکچي عبدالملک العجري زیاته کړه په هغه وخت کښې چې سیاسي خبرې اترې پیل شي ټولې خواوې به ملي اصولو ته د پاې بندۍ پراساس د سیاسي حل لارې برخه وي البته هغوې باید د یمن وحدت او ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام وکړي او په خارجي لوري  باندې خپل اړوندوالي پاې ته ورسوي.