د بحرین ستر سیاسي ګوند انتخابات بایکاټ کړي
(last modified Sun, 06 Nov 2022 09:35:14 GMT )
Nov 06, 2022 14:05 Asia/Kabul
  • د بحرین ستر سیاسي ګوند انتخابات بایکاټ کړي

زمونږ خبریال وايي د بحرین الوفاق الوطني الاسلامي ګوند د ال خلیفه رژیم لخوا د پارلمان د جعلي انتخاباتو د بایکاټ کولو لپاره نهویشت دلیلونه اعلان کړل.

ټاکل شوي ده چې د بحرین د پارلمان انتخابات د نوامبر د میاشتې په دولسمه نیټه وشي.

د بحرین مراه خبري سایټ نن د ال خلیفه رژیم لخوا د پارلمان د جعلي انتخاباتو د بایکاټولو لپاره چې د اساسي قانون ، سیاسي او د حقوقي ساډوبۍ د چیلنج په مینځ کښې ترسره کیږي د جمعیت الوفاق الوطني الاسلامي لخوا د یوې  کتابچې د خپریدا خبر ورکړ چې یوسل نهه دیرش دلیلونه پکښې بیان شوي دي.

دغه خبري سایټ زیاته کړه په دغو یوسلو نهودیرشو دلیلونو کښې د قانون خلاف ورزۍ د اساسي قانون خلاف ورزۍ، د جوړښت او د عدالت د لږ تر لږه معیارونو پراساس د انتخاباتو د بهیر نشتون، په عملي بڼه د بحرین د ښاریزو د ارادۍ د بیانولو لپاره د بنیاد سستیدل شامل دي.

په دغه راپور کښې ویل شوي دي نوموړي دلایل د دې ښودنه کوي چې د بحرین د پارلمان راتلونکي انتخابات به د یوه فرمایشي پارلمان د جوړیدا سبب شي او هلته خلک نمایندګۍ نلري او ولس هیڅ کار نشي کولای.

مخکې د بحرین د شیعه مسلمانانو مشر ایت الله عیسی قاسم ویلي وو په هیواد کښې انتخابات د زیات ظلم لپاره کیږي او هغه په دغو جعلي انتخاباتو کښې د خلکو د ګډون د نه کولو غوښتنه وکړه.

بل خبر دا چې د بحرین امنیتي ځواکونو د نړۍ د کاتولیکانو له مشر سره په اعدام د محکوم شویو سیاسي بندیانو په شمول د بحرین د سیاسي بندیانو د کورنیو د کتنې مخه ونیوله.

د بحرین  ال خلیفه دیکتاتور رژیم تراوسه په زرګونو اعتراض کونکي ، خبریالان او مدني فعالان په چټي پلمو سره نیولي دي او هغه شکنجه کوي هم.