امریکا د لبنان د ورانولو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i123540-امریکا_د_لبنان_د_ورانولو_هڅه_کوي
النشره سایټ راپور ورکړ د لبنان د حزب الله غورځنګ د اجرايي شورا د مشر مرستیال وویل امریکا د لبنان د ورانو لپاره د پلان د جوړولو په حال کښې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2022 01:20 Asia/Kabul
  • امریکا د لبنان د ورانولو هڅه کوي

النشره سایټ راپور ورکړ د لبنان د حزب الله غورځنګ د اجرايي شورا د مشر مرستیال وویل امریکا د لبنان د ورانو لپاره د پلان د جوړولو په حال کښې ده.

د لبنان د حزب الله د اجرايي شورا د مشر مرستیال شیخ علي دعموش پرون ټینګار وکړ مقاومت نن سبا له بل هر وخت څخه زیات لا قوي ، لا سخت ، لا توانمن او لا هوډمن دی او د مقاومت په مهربانۍ او د هغه په معادلاتو او د شهیدانو د وینې په برکت او زمونږ د مجاهدانو د چمتووالي په وجه لبنان خپلې بریاوې ترلاسه کوي.

شیخ دعموش زیاته کړه هغه نتیجه چې لبنان د سمندري سرحدونو د انځورولو په دوسیه کښې ترلاسه کړه یوه ډیره ستره بریا ده چې د لبنان د خلکو د مقاومت غورځنګ او د حکومت له اتحاد پرته نه  ترسره کیدله.

شیخ دعموش د صهیونیسټ رژیم په انتخاباتو کښې له بریالیتوب وروسته د اسرائیلو د سرزوري ښي لارې ډلې لخوا د دغه موافقې د لغو کیدا په هکله اندیښنو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ بنیامین نتانیاهو د دغه موافقې د لغو کولو توان نلري لومړۍ په دې دلیل چې د اسرائیلو دوو پوځي او امنیتي ارګانونو په یوه خوله د دغه موافقې د اهمیت په اړه موافقه کړي ده چې په لبنان او سیمه کښې د جنګ مخنیوی وشي او نتانیاهو له هغه ورهاخو عمل او له پوځي او امنیتي فیصلې سره په تضاد کښې کومه سیاسي فیصله نشي کولای.

شیخ دعموش وویل د لبنان د ملت د درد او د کړاو اصلي دلیل د امریکا حکومت دی چې لبنان یې کلابند کړی او د لبنان د خلکو لپاره یې مشکلات رامینځته کړي دي او لبنان ته د مرستو د رسیدا په مخه نیولو سره یې د هیواد د خلکو مشکلات زیات کړي دي.

امریکا اوس هم د لبنان په کورنیو چارو کښې لاسوهني کوي او په لبنان کښې تر خپل حکم لاندې د یوه ولسمشر د تپلو کوشش کوي.