عربستان په یمن باندې تیریو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i123546-عربستان_په_یمن_باندې_تیریو_ته_دوام_ورکړی
ایرنا خبري اژانس وايي د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف د خپلو ژمنو ماتولو په دوام کښې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې په الحدیده سیمه کښې د اوربند چې د ملګروملتونو تر څارنې لاندې ترسره شوی دی درې شپیته ځله خلاف ورزیانې وکړې.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 14, 2022 05:18 Asia/Kabul
  • عربستان په یمن باندې تیریو ته دوام ورکړی

ایرنا خبري اژانس وايي د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف د خپلو ژمنو ماتولو په دوام کښې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې په الحدیده سیمه کښې د اوربند چې د ملګروملتونو تر څارنې لاندې ترسره شوی دی درې شپیته ځله خلاف ورزیانې وکړې.

د یمن په لویدیځ کښې په الحدیده ولایت کښې د اوربند د څارنې لپاره د افسرانو، د ارتباطاتو او د غږملتیا کوټې پرون په دغه ولایت کښې د سعودي عربستان د ائتلاف د درې شپیتو تیریو د ترسره کولو خبر ورکړ.

د دغه کوټې د اعلان پراساس عربستان پینځه ځله د توپونو په ډزو او نهه دیرش ځله هم په بیلابیلو حملو سره خلاف ورزیانې کړي دي.

سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن پرضد حملو او بمباریو او له سمندر، ځمکې او هوا څخه د دغه هیواد کلابندۍ ته دوام ورکړی دی.

د سعودي عربستان دیکتاتور رژیم تراوسه د یمن په لسګونو زره بې ګناه خلک وژلي په سلګونو زره نور ژوبل کړي او په میلیونونو نور یې ژوبل کړي هم دي.