سعودي عربستان د یمن ۴۰۰۰ ماشومان وژلي دي
اسپوتنیک خبري اژانس وايي د یمن د ملي ژغورنې حکومت وویل د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د حملو له پیلیدا راهسې د یمن څه د پاسه څلور زره ماشومان وژل شوي دي.
سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو او د څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره له دوه زره پینځلسم میلادي کال راهسې د یمن پرضد پوځي بریدونه ، ځمکنۍ ، سمندري او هوايي کلابندۍ پیل کړي ده.
په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د متحدانو جنګ غوښتنې تراوسه په زرګونو کسان وژلي ، ژوبل کړي او په میلیونونو نور کډوال کړي هم دي.
یوې حقوقي ادارې چې یمن ماشومانو ته اړونده پیښې څاري وویل په تیرو اتو کلونو کښې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف په حملو کښې څلور زره اولس ماشومان وژل شوي او څلور زره او پینځه سوه اته اتیا نور ژوبل شوي هم دي.
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د سیاسي دفتر غړي عبدالوهاب المحبشي دې ته په اشارې سره چې تاریخ د یمن پرضد د امریکا او د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف دومره بوږنونکي جنایتونه نه دي لیدلي وویل د یمن خلک به د خپلو ماشومانو او د ښځو وژله هیره نکړه او د هیواد د خلکو پرضد د جنایتونو انتقام به واخلي.