په نیواکي قدس کښې دوچاودنو مرګ ژوبله واړوله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i123946-په_نیواکي_قدس_کښې_دوچاودنو_مرګ_ژوبله_واړوله
په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي، چې د راپورونو له مخې د ۵ ټپیانو حالت نازک دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2022 08:51 Asia/Kabul
  • په نیواکي قدس کښې دوچاودنو مرګ ژوبله واړوله

په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي، چې د راپورونو له مخې د ۵ ټپیانو حالت نازک دی.

 

د صهیونیسټ رژیم سرچینو د قدس د نیواک ښار په لویدیځ کښې د دوو زورورو چاودنو خبر ورکړ .

د فلسطین د الیوم ټلویزیون د خبر له مخې، د صهیونیسټ رژيم رسنیو خبر ورکړی، چې د قدس ښار په لویدیځ کې د بسونو مرکزي تمځای ته نږدې یوه زوروره چاودنه وشوه.

دغو صهیونیسټی رسنیو زیاته کړه: د بس په تم ځای کښې چاودنه وشوه.

په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي، چې د راپورونو له مخې د ۵ ټپیانو حالت نازک دی.

د  صهیونیسټي ورځپاڼې "یروشلم پوسټ" اعلان وکړ چې عیني شاهدانو بس تمځاي ته نږدې د دیوال تر څنګ یوه کڅوړه لیدلې چې شاید په کې بم و.

په همدې حال کې د کان تلویزون خبریال په قدس ښار کې د دوهمې چاودنې خبر ورکړی.

دصهیونیسټ رژیم دخبریالانو دخبر له مخې دوهمه چاودنه دقدس په لویدیځ کښې د«راموت» په مقر کښې وشوه او څلور کسان یې ژوبل کړل  چی حالت یې نازک راپور شوی دی .

 

 

د یدیعوت آحارونوت ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په بیت المقدس کې د دوو چاودنو له امله د ټپیانو شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی.

 

صهیونیسټي پولیسو په نیواکي بیت المقدس کښې د خبرداري د کچې د زیاتیدو اعلان وکړ.