امارات غواړي دیمن حضرموت ولایت پخپلواستعماری حدودوکې راولي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i124070-امارات_غواړي_دیمن_حضرموت_ولایت_پخپلواستعماری_حدودوکې_راولي
د یمن د لوړې سیاسی شورا یوه مسئول مقام متحده عربی امارات د حضرموت پر ولایت د کنټرول  لپاره په هڅې تورن کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2022 09:31 Asia/Kabul
  • امارات غواړي دیمن حضرموت ولایت پخپلواستعماری حدودوکې راولي

د یمن د لوړې سیاسی شورا یوه مسئول مقام متحده عربی امارات د حضرموت پر ولایت د کنټرول  لپاره په هڅې تورن کړ.

 سپوټنیک خبری آژانس  راپور ورکړ،د یمن د لوړې سیاسی شورا یوه مسئول مقام محمد علی الحوثي  په یمن کې د یوه ډ یم د جوړولو دبودجې د تامینولو لپاره له اماراتو سره د یوې موافقې د لاسلیک کولو په باب د یمن دریاستي شورا د مشر رشادالعلیمي داعلامیې په غبرګون کې پخپل پیغام کې ولیکل ، متحده عربی امارات په عمومي افکارو د اختلافاتو  د رابرسیره کیدا او دعربستان  د لمسونې له ویرې هڅه کوي، په دقیقو ګامونو پورته کولو سره  حضرت موت ولایت په یمن کې د خپلو استعماري حدودو سره یو ځاي کړي.

محمد علی الحوثي  زیاته کړې ، هغه څه چې مونږ  ئې  په حضرت موت ولایت کې له خپلو وروڼو  تمه لرو،د عربستان په مشرۍ  د عربی ائيتلاف استعمار ګر لوري په پروژو کې  هوښیاري، ځيرتیا  او له لړزیدا ډډه کول دي  چې غواړي ، دوي  دخپلو ورانونکو دسیسو  لپاره دسونګو په توګه وساتي.

الحوثي خپل دغه پیغام د یمن په جنوب کې په ابین ولایت کې د حسان ډیم د جوړولو د بودجې د تامین لپاره له اماراتو سره دموافقې دلاسلیک کولو په باب د العلیمي  له اعلامیې څو ساعته وروسته خپور  کړ.

العلیمي  پخپلې اعلامیې کې  دغه موافقه د ابین ولایت د کرهڼې دبرخې د پياوړتیا لپاره یوه سټراټژيکه پروژه بللې او ټينګار ئې کړی دی، یمن به ډیر زر  د عربستان او اماراتو له خوا دکابو درې میلیارد ډالرو په ارزښت اقتصادي مرستې چې تیر اپریل کې  دوي اعلان کړی وې ، ترلاسه کړي.