امارات غواړي دیمن حضرموت ولایت پخپلواستعماری حدودوکې راولي
د یمن د لوړې سیاسی شورا یوه مسئول مقام متحده عربی امارات د حضرموت پر ولایت د کنټرول لپاره په هڅې تورن کړ.
سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړ،د یمن د لوړې سیاسی شورا یوه مسئول مقام محمد علی الحوثي په یمن کې د یوه ډ یم د جوړولو دبودجې د تامینولو لپاره له اماراتو سره د یوې موافقې د لاسلیک کولو په باب د یمن دریاستي شورا د مشر رشادالعلیمي داعلامیې په غبرګون کې پخپل پیغام کې ولیکل ، متحده عربی امارات په عمومي افکارو د اختلافاتو د رابرسیره کیدا او دعربستان د لمسونې له ویرې هڅه کوي، په دقیقو ګامونو پورته کولو سره حضرت موت ولایت په یمن کې د خپلو استعماري حدودو سره یو ځاي کړي.
محمد علی الحوثي زیاته کړې ، هغه څه چې مونږ ئې په حضرت موت ولایت کې له خپلو وروڼو تمه لرو،د عربستان په مشرۍ د عربی ائيتلاف استعمار ګر لوري په پروژو کې هوښیاري، ځيرتیا او له لړزیدا ډډه کول دي چې غواړي ، دوي دخپلو ورانونکو دسیسو لپاره دسونګو په توګه وساتي.
الحوثي خپل دغه پیغام د یمن په جنوب کې په ابین ولایت کې د حسان ډیم د جوړولو د بودجې د تامین لپاره له اماراتو سره دموافقې دلاسلیک کولو په باب د العلیمي له اعلامیې څو ساعته وروسته خپور کړ.
العلیمي پخپلې اعلامیې کې دغه موافقه د ابین ولایت د کرهڼې دبرخې د پياوړتیا لپاره یوه سټراټژيکه پروژه بللې او ټينګار ئې کړی دی، یمن به ډیر زر د عربستان او اماراتو له خوا دکابو درې میلیارد ډالرو په ارزښت اقتصادي مرستې چې تیر اپریل کې دوي اعلان کړی وې ، ترلاسه کړي.