امریکا او انګلستان د یمن پرضد اقتصادي جنګ هدایتوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i124318-امریکا_او_انګلستان_د_یمن_پرضد_اقتصادي_جنګ_هدایتوي
زمونږ خبریال وایي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت مالیې وزیر رشید ابولحوم وویل چې د دغه هیواد د ملت پرضد اقتصادي جنګ د امریکا او د بریتانیا لخوا هدایتیږي او سعودي عربستان او متحده عربي امارات د دوې لاسپوڅي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2022 08:06 Asia/Kabul
  • امریکا او انګلستان د یمن پرضد اقتصادي جنګ هدایتوي

زمونږ خبریال وایي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت مالیې وزیر رشید ابولحوم وویل چې د دغه هیواد د ملت پرضد اقتصادي جنګ د امریکا او د بریتانیا لخوا هدایتیږي او سعودي عربستان او متحده عربي امارات د دوې لاسپوڅي دي.

هغه وویل تیریګرو هیوادونو هڅه کوله چې پیټرول او ډیزل د دوې تر نیواک لاندې د بندرونو له لارې وارد کړي خو زمونږ مشرانو د یمن د الحدیده بندر له لارې د پیټرولو او د تیلو په واردولو ټينګار وکړ.

رشید ابو لحوم وویل هغه شیان چې تر نیواک لاندې د بندرونو له لارې یمن ته ورځي د دې لپاره چې ځینو سیمو ته ورسیږي باید څه د پاسه دولس سوه  کلومیټره لاره کچ کړي دا په داسې حال کښې دي که چیرې دغه شیان د الحدیده بندر له لارې یمن ته  وارد شي نو کابو دوه سوه کلومیټره واټن وهي.

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د مالي وزیر ابو لحوم وویل هغه سرچینې او پیسې به  چې د تیریګرو هیوادونو لخوا د پیسو له نړیوال صندوق څخه واخیستل شوې  د دوې جیبونو ته لاړې شي او د یمن په شمال او جنوب کښې به خلک له دغو پیسو هیڅ  استفاده ونکړي.

هغه وویل په یمن باندې تیریګر هیوادونه او د دوې ګوډاګیان باید پوه شي چې د مرکزي بانک د انتقالولو او د خارجي او د داخلي پورونو د سود د ورکولو په شمول پایلې د دوې پرغاړه دي.