د یمن پوځ د امریکا په هدفونو بریدونه کولای شي
زمونږ خبریال وايي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د سیاسي دفتر غړي عبدالوهاب المحبشي خبرداری ورکړ له سعودي عربستان څخه د امریکا د ملاتړونو په دوام سره به د واشنګټن ګټې د یمن د وسله والو ځواکونو لپاره جایز هدفونه وي.
هغه وویل امریکا په یمن باندې د سعودي عربستان په تیریو کښې له ریاض څخه د ملاتړ د بندولو د پریکړه لیک د مسودې په ردولو سره چې ټاکل شوي وه په تیرې چهارشنبې ورځې په ولسي جرګې کانګرس کښې تصویب شي د یمن د کلابندۍ او د تیریو په دوام ټینګار لري.
المحبشي وویل د امریکا حکومت نیت درلود په یمن د سعودي عربستان د تیریو مخه ونیسي خو اوس معلومه شوه واشنګټن غواړي جنګ ته دوام ورکړي او امریکا د یمن پرضد د سعودي عربستان په جنایتونو کښې شریکه ده.
هغه وویل د امریکا ولسمشر جوبایډن د خپل هیواد او د نړۍ خلکو ته دروغ وايي او په یمن باندې د تیریو د بندولو لپاره د هر ډول هڅې په وړاندې خنډ شوی دی وویل د امریکا د حکومتونو ترمینځ هیڅ فرق نشته ځکه چې هغو ټول سولې او بشري حقوقو ته هیڅ اهمیت نه ورکوي بلکې دوې داسې ترهګر حکومتونه دي چې په نورو هیوادونو باندې حملې کوي.
بل خبر دا چې د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف وړمه ورځ هم په الحدیده ولایت باندې هوايي توغندوي او د توپونو حملو ته دوام ورکړ.