د نیواکګرۍ د بایکاټ غورځنګونو په بریالیتوب صهیونیسټي ټولنو اعتراف وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i124960-د_نیواکګرۍ_د_بایکاټ_غورځنګونو_په_بریالیتوب_صهیونیسټي_ټولنو_اعتراف_وکړ
د اسرائیلو د بندیز او پانګونې د حذفیدا او بایکاټ نړیوال غورځنګ،(بی ‌ډي ایس)د ۲۰۰۵ کال دجولائي په نهمه نیټه ، د فلسطین  یوسل یو اویا غیر حکومتي تنظمیونو په وسیله تاسیس شوی او دمګړئ په نړیوالو غورځنګونو بدل شوی دی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 16, 2022 11:39 Asia/Kabul
  • د نیواکګرۍ د بایکاټ غورځنګونو په بریالیتوب صهیونیسټي ټولنو اعتراف وکړ

د اسرائیلو د بندیز او پانګونې د حذفیدا او بایکاټ نړیوال غورځنګ،(بی ‌ډي ایس)د ۲۰۰۵ کال دجولائي په نهمه نیټه ، د فلسطین  یوسل یو اویا غیر حکومتي تنظمیونو په وسیله تاسیس شوی او دمګړئ په نړیوالو غورځنګونو بدل شوی دی

صهیونیسټي ټولنو دنړۍ په ګوټ ګوټ کې  د صهیونیسټي رژيم د نیواکګرۍبایکاټ غورځنګونو په بریالیتوب  اعتراف وکړ او وې وئيل،هغه څه چې دقطر دفټبال نړیوال جام په سیالیو کې ئې شاهدان یوو،د نیواکګرۍ دبایکاټ دغورځنګونو د اقداماتو نتیجې دي.

د اسرائیلو د بندیز او پانګونې د حذفیدا او بایکاټ نړیوال غورځنګ،(بی ‌ډي ایس)د ۲۰۰۵ کال دجولائي په نهمه نیټه ، د فلسطین  یوسل یو اویا غیر حکومتي تنظمیونو په وسیله تاسیس شوی او دمګړئ په نړیوالو غورځنګونو بدل شوی دی چې موخه ئې د فلسطین د ټاټوبی دنیواک د ختمیدا،د میلیونونو فلسطینیو کډوالو د بیرته ستنیدا دحق په رسمیّت پيژندنې  لپاره په اقتصادي اړمونو سره پر صهیونیسټ رژيم  دباؤ  اچول  دي.

زمونږخبریال د فلسطین د اطلاع رسونې دمرکز له قوله راپور راکړ،د صهیونزم دنړیوال تنظیم له یهودي ضده بهیرونو سره د مبارزې د برخې مشر رحیب پاتزریکس د صهیونیسټ رژيم ددیارلسم ټيلیویژني چینل په انټرنیټي سایټ کې دیوې مقابلې په خپرولو سره ووئيل؛د مقاومت غورځنګونو د اسرائیلو ددښمنانولپاره په یوه ډګرد قطر د فټبال نړیوال جام د سیالیوپه بدلولو کې بریالي شوي په دې توګه چې دغه نړیواله مهمه سپورټي پيښه ئې دصهیونیسټانو په ضددیوه ځيږ انځور د وړاندې کولو لپاره  په یوه مناسبت او نوي فرصت بدله کړه.

ددغې مقابلې په یوې بلې برخې کې راغلي دي،هغه څه چې رامینځةشوي د اسرائيلو د بایکاټ  دپیاوړتیا لپاره یو نوی انځور رامینځةکړی چې  په هغو کې له صهیونیسټي تولیداتو څخه د استفادې نه کولو  او په نړیوالو سایټونو کې د هغو د تبلیغاتو نه  کولو ته بلنه ده چې دتل ابیب پر ا قتصادي حالاتو ئې نیغ په نیغه او په غیر مستقیم ډول اغیزې شیندلي دي .

Image Caption