د یمن اویا فیصده خلک مرستو ته ډیر ضرورت لري
ایرنا خبري اژانس وايي د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ ټینګار وکړ چې د یمن څه د پاسه اویا فیصده خلک د سعودي عربستان د ائتلاف د جنګ په نتیجه کښې بشردوستانه مرستو ته ډیر زیات ضرورت لري.
د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ وویل په یمن کښې د روغتیا یوازې یوپنځوس مرکزونه فعالیت لري او د هیواد څه د پاسه څلور میلیونه او اوه لکه ښځې او ماشومان له ناوړه خواړو سره مخامخ دي.
د سره صلیب د نړیوالې کمیټۍ د راپور پراساس د سعودي عربستان لخوا د یمن پرضد جنګ کښې څه د پاسه درې میلیونه او درې لکه خلک له خپلو کورونو کډوال شوي هم دي.
مخکې هم د ملګروملتونو د کډوالو د چارو سترې کمشنرۍ راپور ورکړی و چې د یمن درې اویا فیصده خلک یعني درویشت اعشاریه څلور میلیونه خلک د سعودي عربستان دجنګ په وجه بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او څلور اعشاریه درې میلیونه نور خلک کډوال شوي هم دي.