د یمن اویا فیصده خلک مرستو ته ډیر ضرورت لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i125040-د_یمن_اویا_فیصده_خلک_مرستو_ته_ډیر_ضرورت_لري
ایرنا خبري اژانس وايي د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ ټینګار وکړ چې د یمن څه د پاسه اویا فیصده خلک د سعودي عربستان د ائتلاف د جنګ په نتیجه کښې بشردوستانه مرستو ته ډیر زیات ضرورت لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2022 10:17 Asia/Kabul
  • د یمن اویا فیصده خلک مرستو ته ډیر ضرورت لري

ایرنا خبري اژانس وايي د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ ټینګار وکړ چې د یمن څه د پاسه اویا فیصده خلک د سعودي عربستان د ائتلاف د جنګ په نتیجه کښې بشردوستانه مرستو ته ډیر زیات ضرورت لري.

د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ وویل په یمن کښې د روغتیا یوازې یوپنځوس مرکزونه فعالیت لري او د هیواد څه د پاسه څلور میلیونه او اوه لکه ښځې او ماشومان له ناوړه خواړو سره مخامخ دي.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټۍ د راپور پراساس د سعودي عربستان لخوا د یمن پرضد جنګ کښې څه د پاسه درې میلیونه او درې لکه خلک له خپلو کورونو کډوال شوي هم دي.

مخکې هم د ملګروملتونو د کډوالو د چارو سترې کمشنرۍ راپور ورکړی و چې د یمن درې اویا فیصده خلک یعني درویشت اعشاریه څلور میلیونه  خلک د سعودي عربستان دجنګ په وجه بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او څلور اعشاریه درې میلیونه نور خلک کډوال شوي هم دي.