یمن ته د عمان پلاوی سفر ځيني مثبت ټکي درلودل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i125406-یمن_ته_د_عمان_پلاوی_سفر_ځيني_مثبت_ټکي_درلودل
وئيل کیږي دغه سفر  د یمن د لوړې سیاسی شورا له مشر مهدي المشاط سره دخبرواترو او د اوربند  دتعقیبونې لپاره  او په یمن کې د جنګ او کلابندۍ د ختمولو او اور بند لپاره د عمان د رول د بشبړولو په موخې سره شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2022 02:56 Asia/Kabul
  • یمن ته د عمان پلاوی سفر ځيني مثبت ټکي درلودل

وئيل کیږي دغه سفر  د یمن د لوړې سیاسی شورا له مشر مهدي المشاط سره دخبرواترو او د اوربند  دتعقیبونې لپاره  او په یمن کې د جنګ او کلابندۍ د ختمولو او اور بند لپاره د عمان د رول د بشبړولو په موخې سره شوی دی.

د یمن د مرکچي  ټيم  مرستیال مشر، دپوځي موخو په تحقق کې ددغه هیواد توانمنیو ته په اشارې سره خبر ورکړچې صنعاء ته د عمان دپلاوي سفر له اقتصادي پلوه له ځان سره ځيني مثبت ټکی درلودلي دي.

په همداوروستیو کې د عمان یو پلاوی یمن ته په سفر ورغلی او په صنعاء کې ئې د ملی نجات حکومت له مرکچي ټيم سره  خبرې اترې کړي دي، وئيل کیږي دغه سفر  د یمن د لوړې سیاسی شورا له مشر مهدي المشاط سره دخبرواترو او د اوربند  دتعقیبونې لپاره  او په یمن کې د جنګ او کلابندۍ د ختمولو او اور بند لپاره د عمان د رول د بشبړولو په موخې سره شوی دی.

المیادین خبری چینل راپور ورکړ،د یمن دمرکچي ټيم مرستیال مشر او د یمن دملی نجات حکومت د  لومړی وزیر د دفاعي او امنیتی چارو مرستیال جلال الرویشان په یولړڅرګندونو کې ووئيل،صنعاء ته د سعودي ائيتلاف له خوا د په نمایندګۍ د عمان د یوه پلاوي سفر په اقتصادي اړخ کې ځیني مثبت ټکي درلودل او دا سولې ته د رسیدا لپاره د ائيتلاف د لومړنۍ ګروهنې ښودنه  کوي.

دیمن دمرکچي ټيم مرستیال مشر  دې ته د هیلې په ښودلو سره چې یمن ته دعمان د پلاوي سفر،د یمن د موضوع په باب  دتیریګرو هیوادونو په درک کې د بدلانۀپیچومی  رامینځةکړي  ټينګار وکړ، د صنعاء دریځ په یمن د تیریول هماغه لومړۍ ورځې ثابت دی او دغه هیواد آزادي ،خپلواکي ، او په داخلي چارو کې دګوتو نه  وهل  غواړي. جلال  الرویشان  د عمان  دمینځګړیتوب  دخبرواترو په باب  هم توضیح ورکړه چې صنعاء  د جنګ دبندولو ، د کلابندۍ د ختمولو  او له دغه هیواده د پرَدَیو د وتلو پشمول  خپل شرطونه په روښانه ډول مطرح  کړل او په عین حال کې ئې ټينګار وکړ، چې دا  ددرستو یمن والو  روا حق دی. هغه ددې خبرې په کولو سره چې  یمن وال دخپل هیواد له تیلو او ګیسو څخه له ترلاسه شوو عائيداتو  د حقوقو ترلاسه کول غواړي، ددغه هیواد پوځي توانمینو ته په اشارې سره ئې ووئيل، دیمن دوسلوال ځواک  دچتووالي  خبرې یوازې کوم ګواښ نه دی او سعودي ائيتلاف ددغې توانمنۍ له اندازې د یمن په ختیځ کې د حضرموت ولایت په ؛الصبه ؛ بندر ؛ کې په عملیاتو ښه خبر شوی دی .