فلسطین د اسلامي نړۍ اوله موضوع ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i126224-فلسطین_د_اسلامي_نړۍ_اوله_موضوع_ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د فلسطیني مقاومت د مختلفو ډلو له یوشمیر غړو او چارواکو سره په کتنه کښې وویل: فلسطین او قدس شریف لاهم د اسلامي نړۍ وړومبۍ موضوع ده
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 15, 2023 07:46 Asia/Kabul
  • فلسطین د اسلامي نړۍ اوله موضوع ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د فلسطیني مقاومت د مختلفو ډلو له یوشمیر غړو او چارواکو سره په کتنه کښې وویل: فلسطین او قدس شریف لاهم د اسلامي نړۍ وړومبۍ موضوع ده

حسین امیر عبداللهیان سوریې ته د سفر په دوام کښې تیره شپه په دمشق کښې د فلسطیني مقاومت د مختلفو ډلو له مشهورو غړو او چارواکو سره دوستانه ملاقات او خبرې اترې وکړې.

امیر عبداللهیان په دغې کتنې کښې زیاته کړه: فلسطین او قدس شریف لاهم د اسلامي نړۍ اوله موضوع ده او تر څو پورې چې د فلسطین ولس د قدس شریف په پلازمینه توب د فلسطین په ټول تاریخي ټاټوبي کښې د فلسطین حکومت جوړ نه شي، فلسطین به د اسلامي نړۍ اوله مسئله وي.

هغه د سوریې په پلازمینې کښې د فلسطیني مقاومت د ډلو له جګ پوړو مسئولانو سره دغه غونډه د فلسطین د ملاتړي چورلیز د لازیات یووالي نښه وبلله.

د ویلو ده چې د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان پرون له لبنانه سوریې ته تلی دی.