د ترکیې او سوریې زلزلې زرګونو کسان وژلي دي
زمونږ خبریال راپور راکړی نن سهار وختي د ترکیې او د سوریې په شمول د سیمې په ډیرو هیوادونو کښې اوه اعشاریه اته ریشټره سخته زلزله راغله چې له کبله یې یوازې په ترکیې کښې نهه سوه دولس کسان وژل شوي دي او پینځه زره درې سوه درې اتیا نور کسان ژوبل شوي هم دي.
په ترکیې کښې اوس هم په سلګونو کسان تر خاورو ښځلو لاندې شوي دي او برخلیک یې نه دی معلوم.
په ترکیې کښې یوزر او اوه سوه لس ودانۍ نړیدلي دي او مرستندویه ډلې په ژغورنې بوخت دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل دغه زلزله له نولس سوه نهه دیرشم میلادي کال څخه وروسته ترټولو خونړۍ پیښه ده چې په دغه هیواد کښې رامینځته شوي ده او زیاته یې کړه چې په دغه هیواد اتویشت سوه اتلس ودانۍ نسکورې شوي دي.
د ترکیې ولسمشر په ټول هیواد کښې بیړنی حالت یعني ایمرجنسي اعلان کړي ده.
دغه راز د سوریې د روغتیا وزارت هم وویل چې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کښې د نن سهار وختي د زلزلې د وژل شویو کسانو شمیرپینځه سوه شپیتو او د ژوبلو شمیر هم له زرو څخه زیات شوی دی.
د سوریې د ترهګرو ډلو تر کنټرول لاندې سیمو کښې هم د زلزلې له کبله یوسل اوه څلویښت کسان وژل شوي دي.
مرستندویه ډلې وايي چې د زلزلې د وژل شویو او د ژوبلو کسانو د شمیر د زیاتیدا احتمال شته ځکه چې تراوسه په سلګونو کورنۍ تر خاورو ښځلو لاندې دي.
دغه زلزله په قبرص ، یونان ، اردن ، لبنان او اسرائیلو کښې هم احساس شوي ده.
د سوریې په حلب کښې هم یو ښار په کامل ډول له خاورو سره خاورې شوی دی.
ویل کیږي چې په ترکیې کښې نن سهار وختي له سختې زلزلې وروسته تراوسه اته اویا ټکانونه راغلي دي.
دغه زلزله نن سهار وختي څه د پاسه څلور بجې هغه وخت راغلي وه چې ټول خلک ویده وو ځکه خو یې ډیر کسان مړه او ژوبل کړي دي.