اسرائیل دې تباه کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i129726-اسرائیل_دې_تباه_کړل
نتانیاهو ته د صهیونیسټي رژيم د ۲۵۰ جګ پوړو پوځي افسرانو لیک: اسرائیل دې نابود کړل
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Mar 19, 2023 03:53 Asia/Kabul
  • اسرائیل دې تباه کړل

نتانیاهو ته د صهیونیسټي رژيم د ۲۵۰ جګ پوړو پوځي افسرانو لیک: اسرائیل دې نابود کړل

د صهیونیسټي رژیم د پوځ ۲۵۰ جګ پوړو افسرانو او پوځیانو د دغه رژيم وزیراعظم ته په یو پرانستي لیک کښې هغه او د هغه کابینه د صهیونیسټانو د امنیت په نابودولو تورن کړل.

د صهیونیسټي رژیم ۲۵۰ پوځیانو او افسرانو چې په کښې پخواني سفیران، د امنیتي او پوځي ادارو کارکوونکي او د اسرائیلو د امنیت قومندانان شامل دي، د یو پرانیستي لیک په خپرولو سره بینامین نتانیاهو او د هغه په کابینې تور پورې کړ چې د اسرائیلو امنیت ته یې تاوان رسولی دی او په صهیونیسټانو کښې یې کرکه، وحشت، دروغ، اختلاف او دوه ډلې توب واکمن کړی دی.