د سوریې پارلیمان د فلسطین له آرمانه په ملاتړ تاکید وکړ
د فلسطین خلک هر کال د مارچ د میاشتې دیرشمه نیټه د ۱۹۷۶ کال د شهیدانو د درنښت په موخه لمانځي او په دغه ورځ صهیونیسټي ضده مظاهرې ترسره کوي. دغه ورځ د «ځمکې ورځ» نوموله شوې ده.
د سوریې پارلیمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، «د ځمکې د ورځې انتفاضه» په خپله خاوره کښې د فلسطین د ولس د حق د ترلاسه کیدو په لاره کښې د پرمختګ یو ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې د فلسطین مسئله به تل د سوریې د یو محوري آرمان په توګه پاتې شي.
د فلسطین خلک هر کال د مارچ د میاشتې دیرشمه نیټه د ۱۹۷۶ کال د شهیدانو د درنښت په موخه لمانځي او په دغه ورځ صهیونیسټي ضده مظاهرې ترسره کوي. دغه ورځ د «ځمکې ورځ» نوموله شوې ده.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د سوریې پارلیمان د ځمکې د ورځې د اوه څلویښتمې کلیزې په مناسبت د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره وویل: د فلسطین د ولس دا انتفاضه هغه سخته زلزله وه چې تیري ګر صهیونیسټي رژیم او او ټول جنایتکاران یې ولړزول او د فلسطین خلک وتوانیدل چې په خپله مقدسه خاوره کښې خپل شتون ټینګ کړي او ټینګار وکړي چې فلسطین یوازې د هغه د اصلي خاوندانو لپاره دی.
د سوریې پارلیمان په دغې بیانیې کښې ټیګار کړی دی: سره له دې چې سوریه په تیرو دولسو کالو کښې له ډول ډول نړیوالو دسیسو سره مخامخ وه خو هیڅ دسیسه ونه توانیدله چې سوریه له خپل اصلي دریځ یعنې په خپلو حقوقو او حاکمیت او د عربي چارو په دفاع او په سر کښې یې د فلسطین له مسئلې په دفاع او له نیواکګرو صهیونیسټانو څخه د جولان سیمې په بیرته اخیستو باندې له وفادارۍ وغړوي.