عربیستان عربی اتحادئې ته د سورئې د بیرته ستنیدا هرکلی کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i131172-عربیستان_عربی_اتحادئې_ته_د_سورئې_د_بیرته_ستنیدا_هرکلی_کوي
سعودي عربستان د ریاض اودمشق ترمینځ د  ډيپلوماټيکو اړیکو د بیرته پيلیدا  او عربی اتحادئې ته د سورئې پر ستنیدا ټينګار کړی.
(last modified 2023-04-13T08:09:52+00:00 )
Apr 13, 2023 12:37 Asia/Kabul
  • عربیستان عربی اتحادئې ته د سورئې د بیرته ستنیدا هرکلی کوي

سعودي عربستان د ریاض اودمشق ترمینځ د  ډيپلوماټيکو اړیکو د بیرته پيلیدا  او عربی اتحادئې ته د سورئې پر ستنیدا ټينګار کړی.

د سورئې خارجه وزیر فیصل المقداد  پرون د عربستان دخارجه وزیر فیصل بن فر حان په رسمي بلنې سره پرون  مازدیګر دعربستان ریاض ته تللی او  د  دعربستان له خارجه وزیر سره ئې  د دوو اړخیزو اړیکو او دسیمه ایزو حالاتو په باب خبرې او  دنظر تبادله کړې ده .

سعودي عربستان د ریاض او دمشق ترمینځ د  ډيپلوماټيکو اړیکو د بیرته پيلیدا  او عربی اتحادئې ته د سورئې پر ستنیدا ټينګار کړی.

 دعربستان واس  رسمي خبرې آژانس راپور ورکړ، ددغه سفر په پاي کې د عربستان او سورئې خارجه وزیرانو  په یوې ګډې مطبوعاتي اعلامیې کې ،  په ټولو شکلونو کې  له ترهه ګرۍ سره دمبارززې او د امنیت  دلوړتیا  او دغه را ز د نشه ایزو موادو له تجارت او قاچاق  سره  دمبارزې په زمینو کې دملګرتیاؤ د پیاوړتیا او د سورئې په داخلی چارو کې د بهرنیو لاسوهنو او هلته د وسلوالو ډلو ټپلو  د شتون دختمولو لپاره ددغه هیواد پر ټاټوبو  د هغوي د کنټرولولو  د پراختیا لپاره د سورئې دحکومتي اورګانونو څخه دملاتړ دضرورت په اهمیّت ټينګار وکړ.

 په دغې اعلامیې کې زیاته شوې ، دعربستان او سورئې  خارجه وزیرانو ، دسورئې د بحران په حل کې  د جامع سیاسی حل  ته د رسیدا لپاره  چې  ټول ئې دختمیدا غوښته کوي، او  ملی سولې ته  د درسیدا او عربی اتحادئې ته د سورئې  دبیرته ستنیدا او په عربی نړۍ کې ئې د هغو دطبیعي رول دبیرته پیلیدا به باب  خبرې اترې وکړې. عربستان او سورئې همداراز ددغې اعلامیې په اساس، ددواړو هیوادونو ترمینځ د  الوتونو او د کنسولی خدماتو د بیرته بیلیدا  دعملیاتو د شروع کیدا  هم هرکلی وکړ.   

  جدې ته د سفر لپاره د سورئې د خارجه وزیر څخه د عربستان بلنه  په داسې حال کې شوي چې عربستان په ۲۰۱۲کال کې  له سورئې سره خپلې ډيپلومايټکې اړیکې غوڅې کړې  او  په  دمشق کې ئې خپل سفارت او کنسولی  دفتر هم چټي کړ.