د لبنان د وضعیّت د ښه کولولپاره آئيډیاوې او نوښتونه لرو
امیر عبداللهیان د بیروت په هوائي ډګر کې خبریالانو ته ووئيل،د افغانستان،یمن ،اوکراین ،سوډان او لیبیا پشمول په سیمې کې د امنیت او سولې باندې تمرکز لپاره به خپلو ټولو هلوځلو ته دوام ورکړو.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر لبنان ته دتلو په وخت ووئيل، اسلامی ایران په لبنان کې د حالاتو د ښه کیدا لپاره یوشمیر آئيدیاوې او نوښتونه واندې کوي.
ایران او لبنان پخپلو کې سره ژورې تاریخي ،تمدني او کلتوري پيوندونه لري او ددواړو هیوادونو مسئولانو ورباندې په کرتو ټينګار کړی دی.
په همدې لړ کې ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ، دایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان عمانه له سفره وروسته د لوړروتبه پلاوي په مشرۍ د لبنان بیروت هوائي ډګر ته ورسید او د لبنان لوړپوړو چارواکو ئې هرکلی وکړ.
امیر عبداللهیان د بیروت په هوائي ډګر کې خبریالانو ته ووئيل،د افغانستان،یمن ،اوکراین ،سوډان او لیبیا پشمول په سیمې کې د امنیت او سولې باندې تمرکز لپاره به خپلو ټولو هلوځلو ته دوام ورکړو.
د ایران خارجه وزیر روښانه کړه،د ایران او لبنان د دوو اړخیزو اړیکو په باب په لبنان کې د وضعیّت د ښه کیدا لپاره یولړ آئيډیاوې او نوښتونه لرو چې له دوست او ورور هیواد لبنان له لوړپوړو چارواکو سره به ئې په لیدو کتو کې په مشورو سره وړاندې کړو.