د اسرائیلو رژیم په راډیو او یوه شرکت سایبري بریدونه شوي
حدشوت حموت صهیونیسټي خبري سایټ راپور ورکړد صهیونیسټ رژيم راډیو او دغه راز د دغه رژیم د امنیتي اوزارونو یو شرکت له اینټرنیټي حملو سره مخ شوي دي.
اینټرنیټي بریدونه د جنګ لپاره په کم لګښته او قدرتمنه انتخاب بدل شوي دي او د صهیونیسټ رژيم په بیخ بنایانو باندې د بیلابیلو ډلو سایبري حملې او مهمو اطلاعاتو ته لاسری او د هغو خپرول د صهیونیسټ رژیم له مینځ څخه د تش اینټرنیټي لویوالي د نړیدا سبب شوي دي.
د صهیونیسټ رژیم په بیلابیلو شرکتونو باندې د هیکرانو د حملو په دوام کښې د دغه رژیم په امنیتي اوزارونو کښې د متخصص شرکت چیک پواینټ اینټرنیټ پاڼه هیک شوه.
د صهیونیسټ رژیم په ارتباطاتي وسائیلو باندې د هیکرانو د حملو په دوام کښې پرون د اسرائیلو رژیم په یوسل درې ایف ایم راډیو باندې هم اینټرنیټي برید وشو.
له دې مخکې هم د صهیونیسټ رژيم د بریښنا د تاسیساتو په شمول د دغه رژیم په مهمو تاسیساتو او سایټونو باندې اینټرنيټي او سایبري حملې شوي وې.
د «انونیموس سوډان» په نوم د هیکرانو ډلې د فلسطین په نیواکي ټاټوبو اسرائیلو کښې د بریښنا د غوڅولو مسوولیت پرغاړه اخیستی او ګواښ یې کړی چې خپلو اینټرنیټي بریدونو ته به دوام ورکړي.