صهیونیسټي پوځیانو ۲ نور فلسطینیان په ډزو شهیدان کړل
May 10, 2023 11:25 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د لویدیځې غاړې د شمال په جنین ښار کښې د صهیونیسټو پوځیانو په عملیاتو کښې دوه فلسطینیان شهیدان شوي دي
د لویدیځې غاړې د شمال په جنین ښار کښې د صهیونیسټو پوځیانو په عملیاتو کښې دوه فلسطینیان شهیدان شوي دي
د مهر خبري آژانس د خبر له مخې تیره شپه نیواکګرو صهیونیسټي پوځیانو د جنین د سویل په «قباطیه» ښارګي حمله وکړه او دوه فلسطینیان یې شهیدان کړل او یو بل کس یې هم زخمي کړ.
د قدس کنډکونو قباطیه څانګې په یوې خبرپاڼې کښې وویل چې د دغو دوو فلسطیني ځوانانو له شهادت وروسته د مقاومت مبارزانو په یاده سیمه کښې له صهیونیسټانو سره سخته وسله واله نښته پیل کړې ده.
د دغو دوو فلسطینیانو له شهادت وروسته په جنین کښې سراسري کاربندیز هم اعلان شوی دی.
ټیګونه