نابلس کښې دوه فلسطینیان شهیدان شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i132812-نابلس_کښې_دوه_فلسطینیان_شهیدان_شول
د صهیونیسټي رژیم پوځیانو په نابلس کښې دوه تنه فلسطینیان په ډزو ویشتي او شهیدان یې کړل.
(last modified 2023-05-14T02:44:09+00:00 )
May 13, 2023 11:05 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د صهیونیسټي رژیم پوځیانو په نابلس کښې دوه تنه فلسطینیان په ډزو ویشتي او شهیدان یې کړل.

نن سهار وختي د صهیونیسټي رژيم نیواکګرو پوځیانو په لویدیځې غاړې کښې د نابلس او جنین په ځینو سیمو یرغل وکړ.

د فلسطین د شهاب خبري آژانس د خبر له مخې، د نابلس په ختیځ کښې په «بلاطه« کیمپ باندې د نیواکګرو صهیونیسټي پوځیانو د نن سهار د حملې په دوران کښې دوه فلسطینیان شهیدان شوي او ۷ تنه نور ژوبل شول.

د دغه خبر له مخې، د فلسطین سرې میاشتې د یادو دوو فلسطینیانو شهادت تایید کړی او ویې ویله چې دغه دواړه په ډزو کښې په سر باندې په لګیدو سره شهیدان شوي دي.